له سپین غر بازان لوبډلې وروسته دفاعي اتله شاهین اسمایي لوبډله دویمه لوبډله شوه، چې د افغانستان فوټبال فدراسیون په نوښت پیل شوي څلورم پړاو فوټبال غوره لیګ سیالیو کې فاینل ته لاره پیدا کوي.
شاهین اسمایي لوبډله له موجهایې امو لوبډلې سره په وروستۍ لوبه کې ښه ونه ځلېدله، خو بیا هم په لومړي تګ پړاو کې بریا تر لاسه کړه او فاینل ته رسېدل يې یقیني کړل.
د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې د راتګ پړاو په دویمه نیمه پای لوبه کې د موجهایې امو او اتلې شاهین اسمایي لوبډلو ترمنځ لوبه په یوه یوه ګول برابره پای ته ورسېدله.
د سیالیو مسوولینو پرېکړه وکړه، چې شاهین اسمایي لوبډله په لومړي تک پړاو نیمه پای لوبه کې د همدې موجهایې امو لوبډلې پر خلاف ۳ او ۲ ګولونو په بریاوو سره فاینل ته ورسېدله.
د ورکړل شوي مهال وېش له مخې به د راتلونکې جمعې په ورځ سپین غر بازان لوبډله، چې د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو په تاریخ کې د لومړې ځل له پاره فاینل ته رسېدلې ده.
د دفاعي اتلې شاهین اسمایي لوبډلې خلاف د اتلولۍ تر لاسه کولو په موخه د لوبې ډګر ته ووځي.
سپین غربازان لوبډلې لومړۍ لوبه ۱ د صفر پر برابر میوند اتلان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه، خو د راتګ په دویمه لوبه کې ۲ د ۱ ګول پر وهلو سره دواړه لوبډلې مساوي شوې او د لوبې پایله یې پنلټني شوټونو ته ایساره شوه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په پنلټي شوټونو کې سپین غربازان لوبډلې غوره لوبه وکړه او ۴ د ۲ ګولونو په وهلو سره فاینل ته ووتل او د لومړي ځل له پاره یې د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو فاینل ته لاره پیدا کړه.
ټاکل شوې ده، چې د نورو سیالیو په څېر به هم فاینل لوبه د افغانستان په ګول پروژې فوټبال لوبغالي کې د زرګونه نندارچیانو په موجودیت کې پیل شي.
دغه راز میوند اتلان لوبډله به د درېیم مقام ترلاسه کولو په موخه له موجهایې امو لوبډلې سره سبا د لوبې ډګر ته ووځي.
د یادونې ده، چې څلورم پړاو فوټبال غوره لیګ سیالۍ تېره میاشت د هېواد د ۸ زونونو منتخبو فوټبال لوبډلو تر منځ په کابل کې پیل شوې دي.