له داعش سره د اړیکو په تور ۳ تنه په ګولیو ویشتل شوي

د کندوز ولایت ځايي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو څلور ورځې مخکې ۲۳ کسان له داعشي وسله والو سره د اړیکو درلودلو په تور ونیول، چې تېره یک شنبه ۳ هغه یې په ګولیو ویشتلي دي.

د دشت ارچي ولسوال نصیرالدین سعدي سلام وطندار ته وویل، دغه کسان طالبانو د دې ولسوالۍ په ملاقلي سیمه کې له داعش ډلې سره د اړیکو درلودلو په تور نیولي او له ځانه سره یې وړي دي.

دی وايي، پاتې نور اسیران له طالبانو سره په بند کې دي.

د کندوز د ولایتي شورا رییس امرالدین ولي وايي، په دې ولایت کې د داعش ډلې ظهور او تشکیلېدو په اړه اوازې موجودې دي، خو حکومت یې د ختمولو په برخه کې خاص اقدامات نیولي نه دي.

د امرالدین ولي په خبره، طالبانو تېره ورځ د نیول شویو کسانو د ډلې له یوه هغه یې سر غوڅ کړی دی.

دی وايي، د نیول شویو او د ډې ډلې د وژل شویو کسانو هویت معلوم نه دی.

د کندوز ولایت مقام چارواکي د نیول شویو کسانو هویت په اړه څه نه وايي، خو سیمه ییز خلک بیا وايي، نیول شوي ټول د طالبانو پخواني غړي دي.

د دشت ارچي ولسوالۍ یو استوګن د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، عبدالعظیم ایوبي د طالبانو یو پخوانی قوماندان و، چې طالبانو د دشت ارچي په دفتاني بازار کې ترې سر غوڅ کړ.

د پامیر ۲۰ فرقې په خپرې شوي خبرپاڼه کې ویل شوي، له دې ډلې دوه وژل شوي کسان د دشت ارچي او چهاردرې ولسوالیو له پاره د طالبانو له خوا د پخواني نومول شوي ولسوال ډاکټر حسین له خپلوانو دي.

وسله والو طالبانو له سلام وطندار سره په اړیکه کې دا پېښه تاييد او یا رد نه کړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام