د ناټو عمومي منشي وايي چې طالبان باید د تاوتریخوالي په کمولو کې خپله اراده او ظرفیت وښيي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دغه سازمان د دفاع وزیرانو د غونډې په دویمه ورځ په بروکسل کې د سلاموطندار یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې د ناټو غړي هېوادونه د هغه اقدام هرکلی کوي چې په افغانستان کې د «تاوتریخوالي» د تلپاتې کموالي لامل شي، خو په وینا یې، طالبان باید د تاوتریخوالي کمولو برخه کې پر خپلو ژمنو او سولې ته د رسېدو لپاره سم عمل وکړي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې د یوې خبري غونډې پر مهال له طالبانو وغوښتل چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره خپله اراده او ظرفیت روښانه او له ګواښ کولو لاس واخلي، څو بینالافغاني خبرې اترې په ارامۍ سره وشي.
سټولټنبرګ د خپلو خبرو پر مهال د بینالافغاني خبرو اترو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د ناروې او المان د چمتووالي خبر ورکړ.
د ناټو عمومي منشي تېره ورځ د بلجیم په پلازمېنې بروکسل کې د ناټو غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو له غونډې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې اوس شاوخوا ۱۶ زره ځواکونه په افغانستان کې مېشت دي چې افغان ځواکونو ته سلا مشورې او روزنه ورکوي او مخکې له دې چې افغانستان نه ووځي ځان ډاډه کوي چې بيا به داعش او نورې ترهګرې ډلې فعاليت نه کوي.
نوموړي همداراز ويلي و چې تل لپاره په افغانستان کې نه پاتې کېږي، له غړيو هېوادونو سره يو ځای راغلي، په ګډه يې پرېکړه کړې او په ګډه به له افغانستانه وځي.
د ناټو عمومي منشي په داسې حال کې د طالبانو له لوري د تاوتريخوالي کمولو د منلو بحث مطرح کوي چې تېره شپه د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د ملي يووالي حکومت له رهبرانو سره په ټلیفوني خبرو کې د اوږد مهال لپاره د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې چې د اوربند لامل شي، د پام وړ پرمختګ خبر ورکړی و.
په دې تړاو: