په هرات ولایت کې د "سولې، اساسي قانون او سیاسي نظام" تر سرلیک لاندې لومړنۍ علمي غونډې ګډونوال وايي، چې سنتي ټولنه او ټولنیز وروسته پاتېتوب د قانون ماتولو، د قانون نه د تېښتې، سولې او ټیکاو ته د افغانانو نه رسېدلو لامل وبلل.
دغه غونډه نن د (نومبر په ۲۶مه) د لوړو زده کړو وزارت استازو، کابل، کندهار، ننګرهار او بلخ ولایتونو یو شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو له خوا د سولې او ټیکاو ته د رسېدلو په لارو چارو جوړه شوې وه.
د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رییس غلام شاه عادل وویل، چې په دغه یو ورځنۍ غونډه کې به هڅه وکړو، چې "ایا د افغانستان اساسي قانون د افغانانو اوسنیو اړتیاوو ته ځواب ویلی شي او کنه؟ او څه ډول د اساسي قانون په رڼا کې سوله رامنځته کولی شو؛ دغو پوښتنو ته ځواب پيدا کړو".
د لوړو زده کړو بیارغونې معین عبدالرحیم حسینیان په دغې غونډه کې وویل، هغه وخت افغانستان سیاسي ټیکاو، قوي نظام او قانون محوره هېواد کېدلی شي، چې ځوانانو ته د نوي علمي ارزښتونو د زده کړې له پاره زمېنه برابره شي.
حسینیان وايي، چې اساسي قانون ته درناوی په هېواد کې سولې او ټیکاو ته درناوی دی او زیاته یې کړه، چې د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو د پوهاوي په برخه کې په ځانګړي ډول د اساسي قانون په برخه کې هڅې کړي دي.
همدا ډول د لوړو زده کړو وزارت سلا کار ډاکټر محمد انور شمس وویل، چې د سولې راوستلو پرته بل هیڅ کار شونی نه دی او په دې برخه کې د استادانو او پوهنتونو ونډه مهمه وبلله.
دی وايي، چې هر استاد د ورځې په لسګونو زده کړیالانو سره اړیکې لري او له دې لارې کولی شي، چې د سولې پيغام کورنیو ته ولېږدوي.