سلګونو وسلهوالو طالبانو بېګا شپه په ډلهییز ډول د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ بریدونه کړي او اوس هم په سیمه کې درنه جګړه روانه ده.
د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي شریفالله هوتک سلام وطندار ته وویل، وسلهوالو طالبانو بېګا له څوو خواوو د دې ولایت په سیداباد ولسوالۍ بریدونه شروع کړي چې لا هم دوام لري.
ښاغلی هوتک زیاتوي، پهدې جګړه کې د سیداباد ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار سید نضرابشاه له څو ساتوونکیو سره یو ځای وژل شویدی.
د ولایتي شورا دغه وکیل همداراز وویل چې طالبانو د سیداباد ولسوالۍ ۳ امنتي پوستې او د ملي امنیت مدیریت هم نیولی او په سالارو سیمه کې د کابل ـ کندهار لویه لاره تړل شوېده.
بلهخوا د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل سلام وطندار ته وویل، ولسوالۍ ته تازهدمي سرتېري رسېدلي او د وسلهوالو پرضد پوځي عملیات روان دي.
ښاغلي منګل زیاته کړه، پهدې جګړه کې افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتې؛ خو د کره شمېرې په اړه یې معلومات نهشته.
د والي ویاند د ولسوالۍ د سقوط خبر رد کړ.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.