په محمدعلي جناح روغتون کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، سلاموطندار ته ویلي چې تر اوسه د ۲۵ کسانو جسدونه او ۳۳ ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت بیا د ۲۷ کسانو وژل کېدل او د ۲۹ نورو ټپي کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې ښايي د مرګژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تر اوسه د عبدالعلي مزاري پر تلینغونډې د برید په پایله کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.
خو د عامې روغتیا وزارت بیا ویلي چې په یاد برید کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.
وسلهوالو نن غرمه مهال د کابل ښار په برچي سیمه کې د عبدالعلي مزاري پر تلینغونډې برید وکړ.
د عیني شاهدانو په وینا، په یاد برید کې سپکې او درنې وسلې کارېدلې او له کبله یې ګڼو ګډونوالو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
په یاده غونډه کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله، حامد کرزي، محمد محقق، صلاحالدین رباني او یوشمېر نورو کسانو هم ګډون کړی وو.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو د طالب ډلې ویاند ذبېحالله مجاهد پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې ډلې یې په یاد برید کې لاس نه لري.
ولسمشرۍ ماڼۍ د عبدالعلي مزاري پر تلینغونډې برید د بشریت پر وړاندې جنایت بللی او ټینګار یې کړی چې څرنګوالی به یې په بشپړه توګه وڅېړل شي.
په همدې حال کې د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل هم د عبدالعلي مزاري پر تلینغونډې برید غندلی او عاملانو د پېژندلو غوښتنه یې کړې ده.
نوموړي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي: «سوګند خوړلیو دښمنانو تل هڅه کړې چې د بېګناه خلکو وینه تویې کړي او دا ډول بریدونه د افغانانو له یووالي سره ښکاره دښمني ده.»
د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د دایکندي پخوانۍ والۍ معصومه مرادي هم په یاد برید کې ټپي شوې ده.