سرپُل کې یو محلي قوماندان لرغوني اثار کیندي

د سرپُل والي عبدالقادر اشنا وايي، بلخاب ولسوالۍ څخه د مهدي مجاهد له تلو وروسته، اوس د غیرمسوولو وسله‌والو قوماندان محمدانور ـ چې په تنبل مشهور دی ـ د لرغونو اثارو کیندلو ته مخه کړې‌ده.

د سرپُل والي زیاتوي، د قومي مشرانو او د ولایتي شورا غړیو د شکایتونو له تر لاسه کولو وروسته یې امنیتي ځواکونو ته دنده سپارلې چې غیرقانوني کېندنو څخه د غیرمسوولو وسله‌والو قوماندانو مخه ونیسي.

د ده په خبره، دا قومدان له یوې هدیرې نه لرغوني اثار استخراجوي.

هاخوا د سرپُل ولایتي شورا مرستیال سید اسدالله دانش بیا سلام‌وطندار ته وویل، د غیرمسوولو وسله‌والو قوماندان محمدانور بلخاب ولسوالۍ کې یوې کلا نه ـ چې په نوروزي پېژندل کېږي ـ لرغوني اثار غلا کوي.

ښاغلي دانش وویل، د بلخاب ولسوالۍ (سرپل) کلي د کافري په نوم یوه زړه کلا کې د زړو اثارو د کیندلو په پار خواري کوي.

د سرپُل ولایتي شورا مرستیال په وینا، د حکومت نه پام په دلیل، بلخاب ولسوالۍ کې د غیرمسوولو وسله‌والو کسانو فعالیت پراخ شوی.

وموغوښتل، د دې موضوع په تړاو د تورن غیرمسوولو وسله‌والو قوماندان نظر هم ترلاسه کړو؛ خو بلخاب ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو اتن نه ورکولو په دلیل، بریالي نه‌شولو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام