زیبا کسیه کوي، چې د خپل تره د واده د لګښت له پاره په څلوېښتۍ کې د لس کلن هلک په نوم شوه.د دې نجلۍ مور او پلار ژوندي دي، خو کلونه کېږي، چې زیبا په روزنتون کې اوسېږي.
نوموړې وايي، "په اته کلنۍ کې یې د واده جامې واغوستلې او له هماغه وخت یې ژوند زندان شو."
د مرکې په وخت مې څو ځلې له زېبا پوښتنه وکړه، چې د کوم ولایت ده، خو دا چې له پلرنۍ سیمې یې کرکه کېده؛ له ځواب یې ډډه کوله.
دغه پېغله وايي، چې په اته کلنۍ کې یې خسرګنۍ په زور وداه کړه او زیاتوي، چې یوه میاشت وروسته یې پلار د مېلمستوب په پلمه کور ته راوستله او په دې جرم، چې خسرګنۍ یې له قانوني عمر مخکې واده کړې ده، ولایت ته یې وسپارله.
زېبا مسکۍ شوه او ویې ویل، چې پلار یې کور ته له ځان سره یو نه وړه، بلکې ځان یې د دې تره معرفي کړ او کابل کې یې یو روزنتون ته وسپارله، چې د خسرګنۍ له شره خوندي پاتې شي.
دا جلۍ وايي، د نهو کلونو په موده کې یې یو ځل پلار د دې پوښتنې ته ورغلی، خو مور یې بیا هېڅکله ونه لېدله.
زېبا وايي، له هغې ورځې چې روزنتون ته سپارل شوې؛ مور او پلار یې په مړو حساب کړي دي.
له دې ټولو ستونزو سره – سره زېبا تر یوولسم ټولګي زده کړې کړي او د لوړو زده کړو هوډ لري او خپل راتلونکي ته هیله منه ده.
د افغانستان د روزنتونو د قانون له مخې یو ماشوم تر ۱۸ کلنۍ او د ښوونځي تر بشپړولو پورې په روزنتون کې اوسېدلی شي.
زېبا وايي، له راتلونکي یو څه وېره لري، چې یو کال وروسته به څه کېږي؟ چېرته به ځي؟ بلاخره به یې برخلیک ورسره څه وکړي؟
خو یو پرېکړه یې هېڅکله بدلون نه کوي، هغه دا چې بیا به په ټول عمر د پلار کور ته ور نه شي.