زلزلو هم د خلکو خوبونه تښتولي

  

کله چې د زمري میاشتې په څلورمه د ۷،۷ رښتر په اندازه زلزلې افغانستان، تاجیکستان، هندوستان او پاکستان هېوادونه و لړزول وروسته له هغه بیا څو نورو خفیفو زلزلو پلازمېنه کابل هم ولړزاوه.

وروسته له دوو اونيو خاموشۍ د تېرې شپې قوي زلزلې دې نتيجې ته ورسولو، چې تر اوسه هم ځمکه په ارامه نه ده ناسته.

داسې معلوميږي، چې په کابل کې له پرلپسې زلزلو وروسته اوس د خلکو په زړونو کې د ځانمرګي بریدونو او بمي چاودونو په پرتله زیاته ویره اچولې.

په دې وروستيو کې د خلکو په ژبو يوازې د زلزلې لفظ ډېر زمزمه کيږي.

په کوڅو او سړکونو کې ټول د زلزلې په اړه غږيږي او یو بل سره کیسې کوي، چې څنګه يې وکولی شول د لومړي ټکان سره سم له کوټې و وځي او څنګه يې ماشومان له ویرې لړزېدل او ژړل.

داسې معلوميږي، چې لږ تر لږه په دې وروستيو درېيو میاشتو کې د انتحار او چاودونو ویرې د خلکو له ذهنو وتي او پر ځای يې د زلزلې ویره ناسته ده.

خلک وايي، چې نور د خپلو پښو لاندې پر ځمکه د تګ په وخت کې هم باور نه لري او هره لحظه داسې فکر کوي، چې ځمکه به څيرې شي او دا په پکې ننوځي.

په کابل کې زلزلو نور شکلونه هم درلودل. په څلورمه زلزله کې د کابل څېره بدله شوه او د یو څو دقیقو له پاره یې د اروپا څېره خپله کړه.

د بېلګې په توګه، چې کله څلورمه زلزله وشوه، نو د کابل ښار په اریا ښارګوټي کې ښځې او نجونو لوڅې پښې او لوڅ سرونه راووتل او د ویرې له لاسه کله يوې خوا او کله بلې خوا ته منډې وهلې او نه پوهېدل، چې په دې بې حجابۍ کې د زلزلې له ویرې چېرې او کوم ځای ته پناه یوسي.

خو په هماغه ورځ بیا له بلې زلزلې وروسته دا ځل خلک محافظه کارانه حرکت وکړل يوازې نارینه بيرون ووتل. د زلزلې پر وخت دا یوازې نارینه و، چې د نورو ویریدلو نارینه وو سره یوځای شول. هيڅ با حجابه او بې حجابه ښځه و نه ليدل شوه، چې د ویريدلو نارینه و سره يوځای شي؛ داسې برېښېدل، چې دا ځل په هماغو کورونو کې هيڅ ښځې نه وې او یا هم که وې، نو د تېښتې له پاره پښو کې زور نه وو.

له هغه وروسته د زلزلې له پاره د خپلې عقيدې او فکر په مطابق دلیل ویل.

یو به د زلزلې پېښېدل د خدای څخه له ویرې سره تشبیه کول؛ نورو به ویل، چې په بدخشان کې اتشفشانونه ويښ شوي؛ بل به ویل، چې د کابل ښار خاوره سسته شوې.

په کابل ښار کې د ښځينه لباسونو او سینګار توکو د پلورنځي لرونکی علي ارین وايي، چې د خلکو د بدو اعمالو، فسق او فساد له وجې زلزلې رامنځ ته کيږي د هغه په خبره دا د خدای قهر او غضب دی.

هغه د خپلو عطرونو ته په اشارې سره وايي، چې نجونې او ښځې دغه عطرونه استعمالوي او د نارينه و پام ځانونو ته اړوي او دغه کار په ټولنه کې د فسق او فساد لامل کيږي.

زلزله اوس ځينو خلکو ته په یو بد خوب بدل شوی.

د کابل ښار يو بل اوسېدونکی د رفیع احمدي په نوم وايي، چې د وروستيو زلزلو له امله ده ته یو ډول رواني تکلیف پېدا شوی او هره لحظه په دې فکر کې وي، چې ځمکه به و شليږي او دی په پکې ننوځي.

وروستيو پرلپسې زلزلو په کابل کې غېر معياري ساختمانونو کارونه هم د خبرونو په سرټکو بدل شوي.

د کابل ښاریان وايي، چې د خپلو سستو او غېر معياري کورونو څخه په ویره کې دي او د زلزلو له ویرې نه شي کولی، چې په ارامه خوب وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام