زابل کې يوه امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلاموطندار ته وويل، طالبانو د زابل – کندهار لويه لار کې ۱۵ پوليس وژلي دي.
دا پېښه د يادې لارې په جلدک سيمه کې شوې. د سرچينې په وينا، په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې د کره شمېرو په اړه يې معلومات نشته.
ويل کېږي، امنيتي ځواکونه د لويې لارې د امنيت بررسي لپاره تللي و چې د طالبانو کمين سره مخ شول.
ياده سرچينه همداراز وايي، په دې بريد کې د امنيتي ځواکونو ۲ هاموي ټانګونه هم ويجاړ شوي دي.
د زابل امنيتي سرچينو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
طالبانو هم تر اوسه پورې د ياد بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.