ریال ماډریډ د ۳ جامونو ګټلو چانس له لاسه ورکړ

د فوټبال نړۍ مشهور اسپانوي کلپ په‌خپل هېواد کې د «کوپا ډیل ری» او لالیګا سیالیو د اتلولۍ جامونو د ګټلو چانس له ضایع کولو وروسته د اروپا کلپونو په کچه د اتلولۍ ګټلو چانس له لاسه ورکړ او په اروپا کې یې پاچاهي پای ته ورسېده.

د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ جام ۱۳ ځلي اتلې ریال ماډریډ لوبډلې د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ جام په «پري کواټرفاینل» پړاو راتګ پړاو لوبه کې د اژاکس لوبډلې پر وړاندې د یوې یو اړخیزه لوبې وروسته په‌خپل کور برنابو لوبغالي کې ماتې وخوړه او په روان جام کې یې سفر پای ته ورسېد.

اژاکس لوبډلې ۴ د یو ګول پر وړاندې اسپانوي کلپ ریال ماډریډ ته ماتې ورکړه او ۵ د ۳ ګولونو په توپیر سره د تګ او راتګ پړاو لوبو وروسته د روان جام ۸ غورو لوبډلو کوارټرفاینل ته ورسېده.

د یادونې وړ چې د دواړو لوبډلو ترمنځ په لومړۍ لوبه کې ریال ماډریډ لوبډلې ۲ د یو ګول په مقابل کې اژاکس لوبډلې ته ماتې ورکړې‌وه.

ریال ماډریډ سږکال د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ جام ګټلو له‌پاره د سر په سر څلورمې اتلولۍ هڅه کوله؛ خو ان سږ کال د دې جام ۸ غورو لوبډلو کتار ته هم ونه رسېده او دا د ۲۰۱۲ کال وروسته لومړی ځل شو چې د دې جام کومه دفاعي اتله لوبډله ان کوارټرفاینل ته هم نه رسېږي.

په ورته مهال دا د ریال ماډریډ فوټبال کلپ په تاریخ کې درېیم ځل شو چی په خپل کورني لوبغاړي برنابو کې سر په سر څلور ماتې خوري او دغه راز د دې کلپ په تاریخ کې لومړی ځل شو چې د اروپا فوټبال کلپونو په ناک‌اوټ لوبه کې د کومې لوبډلې خلاف دومره ستره ماته خوري.

دغه راز اژاکس لوبډله بیا د اروپا په چمپینزلیګ سیالیو کې ښه روانه ده چې په وروستیو ۴۸ سیالیو کې یې ماته نه‌ده خوړلې او ۴۰ سیالۍ یې ګټلي دي او له ۱۹۹۶ کال وروسته لومړی ځل شو چې د چمپینز لیګ ناک‌اوټ پړاو ته رسېږي.

اژاکس لوبډله د اروپا چمپینز لیګ سیالیو د تاریخ دویمه لوبډله شوه چې ریال ماډریډ لوبډله یې له لومړۍ ماتې سره ـ سره له چمپینز لیګ سیالیو ناک‌اوټ مرحله کې بهر کړه.

په همدې حال کې د ریال ماډریډ کلپ قهرجنو مینه‌والو د مظاهرو په کولو سره د دې کلپ د مشر «فلارینټینو پیریز» غوښتي چې استعفا ورکړي.

ریال ماډریډ فوټبال کلپ د اسپانیې حذفي جام «کوپا ډیل ری» سیالیو فاینله هم پاتې شوې‌ده چې بارسلونا او ولنسیا به د اتلولۍ له‌پاره فاینل لوبه وکړي.

دغه راز دغه کلپ د اسپانیې په روانو لالیګا سیالیو کې هم له لومړي مقام لرونکي بارسلونا او اټلاټیکو ماډریډه وروسته د ۲۶ لوبو او ۴۸ امتیازونو په‌واسطه درېیم مقام کې دی او د دې هېڅ چانس نه‌لري چې د سږ کال لالیګا اتلولي وګټي.

ورته مطالب:

ریال ماډریډ د لالیګا په سیالیو یو بل ریکارډ هم جوړ کړ

ریال ماډریډ د لسم ځل له‌پاره د اسپانیې سوپرکپ اتلولي وګټله

ریال ماډریډ، بارسلونا ته ماته ورکړه

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام