روښنايۍ غورځنګ: دولتي روغتونو د ټپيانو په درملنه کې غفلت کړی

د دې غورځنګ غړو نن ( چهار شنبه) په خبري غونډه کې وویل، چې د زمري میاشتې د دویمې ورځې د دهمزنګ پېښې ټپيانو په درملنه کې زیات شمېر دولتي روغتونونو بې غوري کړې او زیات شمېر ټپیان یې د درملنې په موده کې روخصت کړي وو.

د روښنایۍ غورځنګ غړی عارف رحماني وايي، د دولتي روغتونونو د مسوولو ډاکټرانو د نه پاملرنې له امله هغه شمېر ټپیان چې د درملنې په موده کې روخصت شوي وو، له روغتیايي ستونزو سره مخ دي او د بیا درمنلې له پاره شخصي روغتونو ته وړل شوي دي.

د رحماني په خبره زیات شمېر دولتي روغتونونو د ټپيانو درملنې په برخه کې د ولسمشر هدایت ته هم پاملرنه ونه کړه.

دی وايي، نړیواله ټولنه سره له دې چې له ولسواکۍ، بشرحقونو او د مدني ټولنو له پیاوړتیا خبرې کوي یوازې یې د غندنې پیغام ورکړ او د پېښې له قربانیانو سره یې هېڅ ډول مرسته ونه کړه.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي سلام وطندار سره په مرکه کې دغه ادعاوې رد کړې او ویې ویل، دولتي روغتونونو د موجودو امکاناتو څخه په استفادې د ټپیانو درمنله کړې او هڅه یې کړې.

کاووسي وايي، هېڅ ټپي د درملنې په وخت کې له روغتون څخه نه دی رخصت شوی او یوازې هغه ټپیان چې سطحي ټپیان شوي وو، له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د روان کال د زمري میاشتې په دویمه نېټه د دهمزنګ په چاودونه کې د روښنايۍ غورځنګ ۸۰ تنه ووژل شول او له ۲۳۰ تنو زیات ټپيان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام