
د جوزجان ولایتي شورا مرستیال عبدالقادر مالیه وايي، ولسي پاڅونوالو په قرقین لسوالۍ کې د پلټنې پوستې جوړې کړي او له هر یو موټرچلوونکي او لاروي ځنې له ۲۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو حقعبور اخلي.
د قرقین اوسېدونکي هم دغه موضوع تاییدوي او وايي، که دغه شمېر پيسې ورنه کړي وهل کېږي.
خو د جوزجان د امنیې قوماندان د امنیت امر عبدالحفیظ خاشې له خلکو د ولسي پاڅونوالو لهخوا د باج اخیستو موضوع ردوي او وايي، په قرقین ولسوالۍ کې د دغو پاڅونوالو موجویت د امنیت په ټینګښت اغېزمن تمام شوی دی.
په خبره، یې تراوسه پورې هېڅ داسې رسمي ریپورټ ورته نه دی رسېدلی چې په هغه سیمه کې ولسي پاڅونوال له خلکو باج اخلي.
قرقین د جوزجان یوه لېرې پرته ولسوالۍ ده او ترکمنستان سره پوله لري.





