جیمس بانډ د جاسوسي کیسو د یوه اتل نوم دی، چې په ۱۹۵۲ کې انګریز لیکوال یان فیملنګ پنځولی دی. د بانډ فلمونو لړۍ کې دا د MI6 استخباراتي سازمان غړی وي او پټ ماموریتونه ترسره کوي، دغه لیکوال ۱۲ ناولونو او ۲ لنډو کیسو کې دا اتل راوړی دی.

وروسته بیا ۱۹۶۲ ز کال کې د فلمونو یوه لړۍ پيل شوه او تر ۲۰۱۵ م ز پورې روانه وه، په دې لړ کې ۲۴ فلمونه تولید شول، چې د ټولو اصلي موضوع استخباراتي ماموریتونه وو او بېلابېلو ممثلینو پکې کار کړی دی.

دا فلمونه که څه هم ډېر مینه وال لري او دې فلمونو ته تولید شوي وسایل ځانګړی ارزښت لري، په یوه موزیم کې ساتل کیږي او ځينې یې په لوړه بیه پلورل شوي هم دي، خو دې سره هم دې فلمونو د خرڅلا له اړه په زړه پورې مزل کړی دی، کله یې د خرڅلاو کچه ډېره لوړه او کله ډېره ټيټه شوې ده، دلته تر ټولو ډېر او تر ټولو لږ خرڅ شوي فلمونه راغلي او هڅه شوې چې لوی لاملونه یې هم ورسره ذکر شي.

ډېر پلورل شوي فلمونه:

Thunderball

دا فلم په ۱۹۶۵ ز کال کې جوړ شوی او خرڅلاو يې ۶۲۴ میلیونه ډالره ښودل شوی دی. دا بانډ لړۍ څلورم فلم و، شان کانري هم پکې کار کړی دی، په دې فلم کې بانډ ته وظیفه ورکول کیږي، چې دوه اټومي سرګلولې پیدا کړي، دا ګلولې یوې ترهګرې ډلې سره وي، سره ددې چې دا فلم تر ټولو ډېر پلورل شوی، خو تر اوبو لاندې شېبې یې یو څه اوږدې او زړه تنګونکې دي.

Gold finder

دا فلم په ۱۹۶۴ کال کې جوړ شوی او ددې لړۍ درېیم فلم دی، خرڅلاو یې ۵۵۳ میلیونو ډالرو ته رسیږي، په دې فلم کې شان کانري د ګلډ فاینډر په نوم یوه کس پسې لیږل کیږي، د کیسې تر څنګ یې هغه استخباراتي وسایل هم په زړه پورې دي چې په فلم کې کارول شوي دي.

Skyfall

سکای فال په ۲۰۱۲ ز کال کې جوړ شوی او خرڅلاو یې نږدې ۳۱۵ میلیونه ډالر ښودل شوی. په دې فلم کې دانیار ګریک د درېیم ځل لپاره د بانډ رول لوبولی دی، دا د انګستان د تاریخ تر ټولو ډېر پلورل شوی فلم دی.

You only live twice

د بانډ لرۍ دا فلم په ۱۹۶۷ ز کال کې جوړ شوی او خرڅلاو یې نږدې ۳۰۰ ډالر ښودل شوی دی. د بانډ فلمونو جوړونکو ویلي وو چې د شان کانري به ورسره دا وروستی فلم وي، خو دا چې ورپسې فلم کې نوي لوبغاړي سم کار ونه شو کړی، شان کانري بېرته خپل رول ته راوغوښتل شو. ددې فلم محبوبیت په دې دې کې دی چې په سره جګړه یې تمرکز کړی دی.

Moonraker

دا فلم په ۱۹۷۹ کې جوړ شوی دی او خرڅلاو یې نږدې ۲۳۴ میلیونه ډالره ښودل شوی دی، دا فلم د نورو برعکس په فضا کې جوړ شوی دی، په دې فلم کې راجر مور د څلورم ځل لپاره هیرو راغلی دی. دا د Golden Eye تر جوړیدو له ټولو ډېر پلورل شوی فلم و.

لږ خرڅ شوي فلمونه

License to kill  

دا فلم په ۱۹۸۹ ز کال کې جوړ شوی دی، خرڅلاو یې نږدې ۷۳ میلیونه ډالر ښودل شوی، په دې فلم کې تیموتي ډالټون کار کړی دی، بازار یې دومره سوړ و چې حتی دویم فلم کې یې له دې روله لیرې کړ. د انګلستان د فلمونو د درجه بندۍ ادارې دا فلم له ۱۵ کالو ټيټو کسانو ته منع کړی و، لامل یې په فلم کې شته تاوتریخوالی ګڼل شوی و او ښایي همدا یې د بازار سړېدو لامل هم شوی وي.

The Man with the golden gun

دا فلم په ۱۹۷۴ ز کال مې جوړ شوی او خرڅلاو یې ۹۴ میلیونه ډالر ښودل شوی دی.

دا دویم ځل و چې راجر مور د جیمز بانډ رول لوبولو ته راغلی و، خو مخاطبین تر دې دمه شان کانري نه و هېر کړی، همدا لامل شوی چې لیدونکي یې ډېر راضي نه کړل او فلم تقریباً ناکام شو.

The living daylights

دا فلم په ۱۹۸۷ کې جوړ شوی او خرڅلاو یې نږدې ۱۰۹ میلیونه ډالره ښودل شوی دی.

د بانډ لړۍ مینوالو د تیموتي ډالټون لومړی فلم تر دویم هغه ډېر لیدلی دی، ښايي دلیل به یې دا چې تلوسه یې لرله او دا به یې د بانډ په رول کې لیده. دا فلم د لړۍ د نورو فلمونو په پرتله یو څه تیاره دی او ښايي د اتل د نوي والي تر څنګ دا هم ددې لامل شوی وي چې لیدونکي فلم نه خوند وانه خلي.

A view to kill

دا فلم په ۱۹۸۵ ز کال کې جوړ شوی او خرڅلاو یې تر ۱۱۸ میلیونه ډالرو رسېدلی دی.

په دې فلم کې هڅه شوې وه چې د راجر مور دا فلم به حتمن د بریا تر څوکو رسوي، په فلم کې یې کریستوفور واکن او ګریس جونز ته هم برخه ورکړه او موسیقي يې په Duran Duran جوړه کړه، خو ددې ټولو سره هم فلم بریالی نه شو او همدې فلم سره راجر مور هم د بانډ لړۍ سره خدای په اماني وکړه.

On majesty's Secret Service

دا فلم په ۱۹۶۹ ز کال کې جوړ شوی او خرڅلاو یې ‍‍۱۳۴ میلیونه ډالر ښودل شوی دی، شان کانري چې د بانډ لړۍ پرېښوده دا ورپسې تر ټولو کمزوری فلم تولید شو، په دې فلم کې جورج لزنبي د شان کانري ځای نیولی و او ویې نه شو کړی چې د بانډ مینه وال راضي کړي. د بانډ تولیدوونکي هم اړ شول چې بېرته شان کانري د بانډ لړۍ ته راولي، تر دې وروستی فلم Diamonds Are Forever و، چې شان کانري په کې کار وکړ او ۱،۲۵ میلیونه ډالره معاوضه یې ترې واخیسته.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام