د ۲۱م پړاو فوټبال نړۍوال جام لومړۍ اوونۍ د روسیې په نوم وه

د روسیې په کوربتوب ۲۱م پړاو فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې د یوې اوونۍ لوبې پای ته ورسیدې چې په کې د روسیې لوبډلې ترټولو ستره بریا خپله کړې وه او دا اوونۍ د همدوی په نوم وه.

په پیل شویو سیالیو کې د یوې اوونۍ په زړه پورو سیالیو وروسته روسیې لوبډلې هم دواړه لومړۍ سیالۍ وګټلې او هم یې سعودي عربستان ته ترټولو ستره ۵ د ۰ ګول په وړاندې ماتې ورکړه او لومړۍ اوونۍ د دوی په نوم وه.

د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، د سږکال فوټبال نړیوال جام سیالیو لومړی هیېریک هم د پرتګال لوبغاړي مشهوره فوټبالر کریسټیانو رونالډو د اسپانیې خلاف ترسره کړ.

د لومړۍ اوونۍ وروسته یوازې روسیه او یوراګوایي د لومړي ګروپ څخه هغه دوه لوبډلې وې چې په لومړیو ۲ سر په سر بریاوو سره یې سعودي عربستان او مصر لوبډلو ته په ماتو ورکولو سره دویم د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیداکړه چې مصر او سعودي عربستان یې په روان نړۍوال جام کې له مخکې تګ ایسار کړل.

د سږکال په روانو فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې په لومړۍ ورځ او یوازېنۍ لوبه کې روسیې ۵ د ۰ ګول په وړاندی سعودي عربستان ته ماتې ورکړه.

په دویمه ورځ بیا ۲ سیالۍ وشوې چې لومړی لوبه کې یوراګوایي لوبډلې ۱ د ۰ ګول په وړاندې مصرۍ فوټبال ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دویمه کې ایران ۱ د ۰ ګول په وړاندې مراکو لوبډله له مخې پورته کړه.

د جون په ۱۶مه او د ټورنامنټ په درېیمه ورځ درې سیالۍ وشوې چې په کې لومړی فرانسی ۲ د ۱ ګول په وړاندې اسټرالوۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دویمه لوبه کې په همدې (سي) ګروپ کې ډنمارک لوبډلې ۱ د ۰ ګول په وړاندې پیرو لوبډلې ته او بیا په درېیمه لوبه کې د لیونیل میسي په شتون کې د ارجنټاین او لومړی نړۍوال جام لوبوونکی ایسلینډ فوټبال ملي لوبډلې ترمنځ د (ډي) ګروپ لوبه په یوه یوه ګول مساوي پای ته ورسېده.

د فوټبال نړۍوال جام په ۴مه ورځ هم درې لوبې پلان وې چې په کې په (اي) ګروپ کې سربیا ۱ د ۰ ګول په وړاندې کوسټاریکا فوټبال ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د همدې ګروپ په بله لوبه کې د برازیل او سویستزرلینډ فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ په یوه یوه ګول برابره پای ته ورسېده.

دغه راز په درېیمه لوبه کې چې په (ایف) ګروپ کې ترسره شوه په کې د نړۍوال جام دفاعي اتله المان ۱ د ۰ ګول په وړاندې د مکسیکو له‌خوا له ماتې سره مخ شوه.

د سیالیو په پنځمه ورځ سویډن ۱ د ۰ ګول په وړاندې سویلي کوریا ته، بلجیم ۳ د ۰ ګول په وړاندې پاناما ته او انګلستان ۲ د ۱ ګول په وړاندې تونس فوټبال ملي لوبډلې ته ماتې ورکړې.

د فوټبال نړۍوال جام په ۶مه ورځ بیا روسیې ۳ د ۱ ګول په وړاندې مصر ته، جاپان ۲ د ۱ ګول په وړاندې کولمبیا ته او سینګال بیا ۲ د ۱ ګول په وړاندې پولینډ فوټبال ملي لوبډلې ته ماتې ورکړې.

د ۲۱م پړاو فوټبال نړۍوال جام په ۷مه ورځ هم درې لوبې وشوې چې په کې پرتګال ۱ د ۰ ګول په وړاندې مراکو ته، یوراګوایي ۱ د ۰ ګول په وړاندې سعودي عربستان ته او اسپانیې هم ۱ د ۰ ګول په وړاندې ایران ته ماتې ورکړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام