د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په تازه راپور کې وايي چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو درېیوو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه د ۲۰۱۷ کال له لومړیو درېیوو میاشتو سره مساوي ده.
یوناما د خبرپاڼې په خپرولو سره زیاتوي چې د ۲۰۱۸ کال له جنورۍ نه د مارچ تر ۳۱مې نېټې ۷۶۳ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۴۹۵ تنه ټپیان دي. د دوی په باور، دا د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ زېږدیز کال د لومړیو درېیوو میاشتو په څېر د ملکیانو د وژل کېدا او ټپي کېدا له کچې سره ورته دي.
دوی دا شمېرې د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د ملکيانو د مرګوژوبلې په درې میاشتني ربعوار راپور کې خپرې کړيدي.
په ۲۰۱۸ کال کې پیچلي او ځانمرګي بریدونه د ملکیانو په تلفاتو کې لومړی، ځمکنۍ نښتې دویم او ورپسې قصدي بریدونه، هدفي وژنې، له جګړو پاتې شوي چاودېدونکي توکي او هوايي بریدونه درېیم لامل ګڼل شويدي.
پهدې راپور کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویل شوي چې د حکومت ضد عناصرو ته منسوب شویو ملکیانو په کچې زیاتوالی راغلی. د راپور پر بنسټ، د ۲۰۱۸ کال په لومړیو درېیوو میاشتو کې د حکومت مخالف عناصر د ۱۵۰۰ ملکیانو د تلفېدو لامل شوي. پهدې کې ۵۱۱ تنه وژل شوي او ۹۸۹ تنه ټپیان دي چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
د یوناما راپور همداراز لیکلي چې د ۲۰۱۷ کال په دوام، د ۲۰۱۸ کال په لومړیو درېیوو میاشتو کې د حکومت مخالفو عناصرو ته د اړوندو شویو ملکي تلفاتو په کچه کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی چې ۱۷۶ تنه وژل شوي او ۲۳۱ تنه ټپيان دي.
د یوناما موندنې ښيي چې په د روان زېږدیز کال په لومړیو درېیوو میاشتو کې حکومتپلوي ځواکونه د ۱۸ سلنه ملکي تلفاتو لامل شوي.
دې ادارې پهخپل درې میاشتني راپور کې دا هم ثبت کړي چې هوايي بریدونو د ۲۰۱۸ زېږدیز کال لومړۍ ربع کې ۶۷ تنه ملکيان وژلي او ۷۵ تنه یې ټپيان کړي چې د تېر زېږدیز کال له همدې مودې سره سمون خوري.
د راپور په پای کې ویل شوي چې په هوايي بریدونو کې ۳۵ سلنه ملکي تلفات نړۍوالو هوايي ځواکونو، همدومره سلنه افغان هوايي ځواکونو او پاتې حکومتپلوو ځواکونو ته منسوبېږي.
یوناما یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې د جګړې پرمهال د ملکیانو خوندیتوب ته خپله پاملرنه ډېره کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې مرستیالې انګرید هایدن د جګړې له ښکېلو اړخونو نه د ملکيانو د خوندیتوب اصل د پاملرنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې ملکي افغانان په دوامداره ډول په جګړو کې ښکېلېږي او زیان ویني؛ پهداسې حال کې چې مخنیوی یې شونی دی؛ نو اړینه ده چې د دوی تلفاتو ته د پای ټکی کېښودل شي.