د نړېوالو رسنيو د راپور له مخې هغه الوتکه غورځېدلې، چې د برازیل د فوټبال لوبغاړو په ګډون پهکې ۸۱تنه سپرلې وه.
د الوتکې د غورځېدلو پخلی د کولمبیا چارواکو کړی او ویلي يې دي، چې دغه الوتکه تېره شپه ناوخته د کولمبیا "میډلن" ښار سره څېرمه په غرونو کې غورځېدلې ده او زیاتره سپاره کسان يې وژل شوي دي.
راپورونه وايي، چې په الوتکه کې د ۷۲ سپرلیو په ګډون ۷ کارکوونکي هم و.
داسې هم ویل کيږي، چې له دغه الوتکې شپږکسان ژوندي پاتې دي.
لومړني معلومات دا ښي، چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله سقوط شوې او له امله يې د فوټبال راتلونکې چهارشنبې سیالۍ هم ځنډول شوې دي.
دغه الوتکه، چې د بولیویا څخه کولمبیا ته الوتلې وه د نورو کسانو سربېره پهکې د برازیل هېواد د چپکیو کلب لوبغاړي سپاره وو او د سویلې امریکا په دویمو اتلولیو کې يې د ګډون نیت درلود.
د چپکیو کلب مسوولینو په الوتکه کې د خپلو لوبغاړو شتون د تایید ترڅنګ ویلي، چې له هغو سره نور میلمانه هم و.
تر اوسه د لوبغاړو د نومونو او کره شمېرې په اړه څه نه دي ویل شوي.
د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، د الوتکې د پرځېدو له امله د راتلونکې چهارشنبې فوټبال سیالي هم ځنډول شوې ده.
د کولمبیا د میډیلن ښاروال "یډریکو ګټیریز" د دغې پېښې په اړه د خواشیني څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې په دې پېښه کې ۶ کسان ژوندي پاتې دي.
یاده دې وي، چې په ژغورل شویو کسانو کې یو د برازیل فوټبال لوبډلې لوبغاړی "الن روسچل" هم شامل دی.