شاوخوا دوه کاله مخکې د ګردېز ـ پټان ولسوالۍ ترمنځ دغځېدلي سړک بیاځلي ترميم له پاره ۱۹۹ميلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې او د وخت پخواني والي جمعه خان همدرد هغه مهال رسنيو سره په خبرو کې ويلي و، چې په دوو کلونو کې به د دې سړک د بیارغونې چارې بشپړې شي.
د پکتیا ولایتي شورا رییس ډاکټر الله میر بهرامزی وايي، چې د ګردېز ـ پټان سړک بیارغولو په برخه کې څو ځلې د ولایتي ادارې مشرتابه او د تولګتو ریاست مسوولینو سره خبرې کړي دي.
بهرامزی وايي، د دوی د معلوماتو له مخې د ګرېز ـ پټان غځېدلي ۸۰ کیلومتره سړک بیارغولو له پاره ۶۰ سلنه پیسې راوېستل شوي دي او یوازې د سړک په اوږدو کې ۳۰۰ متره استنادي دېوالونه جوړ شوي دي؛ نور کار پرې بند شوی دی.
د ولایتي شورا رییس د کوم ځانګړي کس نوم نه اخلي، خو وايي، د ګردېز ـ پټان سړک بیارغونې چارې د یو شمېر ولایتي مسوولینو او ولسي جرګې وکیلانو د لاس وهنو له امله ځنډول شوي دي.
ولایتي شورا وايي، د ګردېز ـ پټان په لویې لارې د پکتیا ۸ ولسوالیو خلک تګ را تګ کوي او د سړک ویجاړتیا له امله خلک له ستونزو سره مخ دي.
له بل لوري د سيمې اوسېدونکي او د دې لارې موټر چلوونکي د لارې له خراب والي شکایت کوي او وايي، چې له څوو کلونو راهیسې د دې سړک د بیارغولو پيسې راویستل شوي دي؛ خو کار پرې شوی نه دی.
دغه خلک د ولایتي ادارې له مشرتابه غواړي، چې ژر تر ژره دې د ګردېز ـ پټان سړک بیاجوړولو کارونه پیل کړي.
دوی وايي، که دغه سړک ونه رغول شوي پاتې برخې به یې هم ویجاړې شي.
په ورته وخت کې د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وايي، چې د دغې پروژې د بشپړولو له پاره لا هم وخت شته او د هوا په ښه کېدو سره به پاتې کارونه پیل او د سړک بیاجوړولو چارې به بشپړې شي.