په کندوز ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې مخ په زیاتېدو دي او د دغه ولایت د جنګي سيمو په هوا کې امريکايي جټ الوتکې هم ليدل شوي دي.
د رويټرز خبري اژانس د خبر له مخې دا جټ الوتکې د عادي عملیاتو خلاف سیمې ته لېږل شوي دي.
په دې اړه تر اوسه د امریکا دفاع وزارت څه نه دي ويلي.
پنټاګون اعلان کړی، چې دغه جټ الوتکې ۷۲ ساعته وړاندې د کندوز په هوا تېرې شوې او نظامي عملیات یې نه دي کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ملي دفاع وزارت اعلان کړی، چې امنیتي ځواکونه په هېواد کې د عملیاتو د تر سره کولو وړتیا لري.
په ورته وخت کې له افغان ځواکونو نه د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت مسولینو له افغان ځواکونو سره په عملیاتو کې د مرستې خبر داری ورکړی.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري نن ( اپریل ۲۹ مه) د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت په ګډه خبري ناسته کې وویل، چې امنیتي ځواکونو دمګړۍ د بهرنیو ځواکونو مرستې ته اړتیا نه لري.
طالبانو په تازه ګۍ سره د بدخشان او کندوز په ولایتونو کې ډله ییز بریدونه کړي دي.
اوس مهال د ملي اردو سرتېرو پر طالب برید ګرو چې بهرني جنګیالي هم ورسره دي په کندوز ولایت کې په شا تمبولي دي.