د کندهار ديني عالمان: افغانستان دارالحرب نه دی

راپورونه وايي، چې په کندهار ولایت کې په سلګونه ديني عالمانو د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ.

دغه دیني عالمان، چې په کندهار ښار کې را ټول شوي وو، په یو غږ له خلکو څخه وغوښتل، چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

دیني عالمانو له مخالفو وسله والو هم هیله وکړه، چي د پردیو په اشاره دې د خلکو په خوښه جوړ شوی نظام نه ورانوي.

د غونډې په پیل کې د کندهار د عالمانو شورا مسؤل مولوي عبېدالله فېضاني وویل، په کندهار کې میشت دیني علماء کرام د امنیتي ځواکونو ترشا ولاړ دي او په کلکه يې دفاع کوي. 

د فېضاني په قول، همدا امنیتي ځواکونه دي، چې د افغان ولس په ساتنه کې يې شپه او ورځ پرځان یوه کړې او خلک د دوی په شتون کې ارام ژوند کوي. 

نوموړي زياته کړه، چې د کندهار ديني عالمان به هيچاته اجازه ور نه کړي، چې د خاورې ساتونکي په يوه یا بله نامه تورن کړي.

شیخ الحدیث مولوي خواجه محمد د امنیتي ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ له وسله والو وغوښتل، چي د هیواد د ورانولو پرځای د هیواد جوړولو ته ملا وتړي.

د نوموړي په قول، له ولسمشر څخه تر ټیټه رتبه کس پورې ټول افغانان او مسلمانان دي، مسجدونه له ملاامامانو او خلکو ډک دي، نوڅنګه بیا جهاد روا دی.

د کندهار د دیني عالمانو د شورا غړي مولوي فتح محمد بیا له دیني عالمانو وغوښتل، چي نور چوپ پاته نه شي او په جګړه کې پر دواړو افغان لورو غږ وکړي، چي سوله خیر ده او هر لور ته چې ویني تویږي، یو افغان وژل کیږي. 

دده په قول، په اوسمهال کي دیني عالمان لوی مسؤلیت لري، چې خلک پوه کړي او د واقعیت ډېوه په لاس ورکړي.

مولوي فتح محمد وايي، نور چوپ پاته کیدل ستره ګناه ده.

فتح محمد وايي، چې که عسکر وژل کیږي، که ملي اردو مري او که طالب خوږیږي، دا ټول افغانان دي او د دوی ترمنځ دیني عالمان د سولې رول ښه لوبولی شي.

همدارنګه نوموړي زياته کړې، چې مخالفین باید پوه کړل شي، چې د بل چا په اشارو خپل هېواد ویجاړ او د ورور وینې ونه بهوي.

کندهارکې تر ۲ زره زیات دیني عالمان په داسې حال کې د ملي امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلانوي او د مخالفینو څخه د سولې غوښتنه کوي، چي په دې وروستیو کې د دولت په کچه له وسله والو سره د سولې خبرې تودې شوې او د خلکو هيلې بیا د ژوندي کېدو په حال کې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام