د کندوز مدني فعالان د دغه ولایت د سقوط خبرداری ورکوي

د کندوز ولایت یو شمېر ځوانان او مدني فعالان وايي، د دغه ولایت څلور ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي او ترڅنګ یې د کندوز ښار په ګډون څو نورې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

دغه مدني فعالان په شمال ختیځو ولایتونو په ځانګړي توګه کندوز کې د ناامنیو زیاتېدو په اړه جدي اندېښنه ښيي.

د کندوز یو شمېر مدني فعالانو او ځوانانو دغه څرګندونې په کابل کې یوې رسنیزې غونډه کې وکړلې.

مدني فعال فیض فرهمند وویل، که دولت د کندوز ولایت امنیت ټينګښت ته جدي پام ونه کړي؛ کندوز به یو ځل بیا د طالبانو لاس ته ورشي.

د کندوز مدني فعاله نوریه نادر هم خبرداری ورکوي، چې د کلای‌ ذال سقوط نورو ولسوالیو او سیمو ته د خطر زنګ دی.

خو د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، په کندوز ولایت کې د طالبانو پر وړاندې له ټولو شته امکاناتو کار اخلي.

د رادمنش پروینا امنیتي ځواکونه به هېڅ وسله‌والې ډلې ته اجازه ورنه کړي، چې په ولایت او ولسوالیو ولکه ټینګه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام