
د کندوز ولایت د دشتارچي ولسوال نصرالدین سعدي سلاموطندار ته وویل، بهرنیو ځواکونو د دې ولسوالۍ په دفتاني کلي کې د قران د حافظانو د دستارتړلو په مراسو هوايي برید کړی دی.
نصرالدین سعدي وايي، پېښه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې شوې چې له ۱۰۰ ډېر کسان پهکې وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ ټپيان شوي دي. ولسوال زیاتوي، ښايي د مرګژوبلې په شمېرو کې زیاتوالی راشي.
د نوموړي په خبره، د امریکايي ځواکونو دغه هوايي برید د اخوندزاده په جومات شوی چې د قاریانو د فراغت د دستارتړلو مراسم پهکې نیول شويوو.
د دشتارچي ولسوال وايي، په وژل شویو کسانو کې وسلهوال طالبان هم شامل دي.
دغهراز د دشت ارچي ولسوالۍ د امنیې قوماندان نیازمحمد عمرخېل د پېښې په تایید وايي، بهرنیو ځواکونو لا ځو ورځې مخکې دغه برید پلان کړی و او د طالبانو راټولېدو په خاطر یې پر دغو مراسمو برید کړی دی.
ورته وخت کې د کندوز ولایت د امنیې قوماندان حمیدالله حمیدي وايي، برید افغان امنیتي ځواکونو کړی او په دې برید کې ۲۴ طالبان وژل شوي دي.
حمیدالله حمیدي وايي، په وژل شویو طالبانو کې ۷ تنه تاجیکستاني وسلهوال او ۲ تنه د کوېټې شورا غړي وژل شوي دي.
بلخوا ذبیحالله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو ویاند بولي په خبرپاڼه کې ویلي دا برید د دفتاني باراز په سیمه کې پر هاشمیه دارالعلوم شوی دی.
ذبیحالله مجاهد ادعا کوي په برید کې ۱۵۰ ولسي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي.





