د کندهار ولایت د سوداګرۍ خونې مسولين د ۱۳۹۲ م لمريز کال په پرتله په ۱۳۹۳ م کال د انارو په صادراتو کې له ۳۵ سلنو زیاتوالي خبر ورکوي.
د ياد ولایت د سوداګرۍ خونې مسول نصرالله زهیر وايي، تېر کال يې په رسمي ډول ۸۷۹۶ ټنه انار اسیايي او اروپايي هېوادونو ته صادر کړي دي.
زهير زياتوي، چې د دغو انارو له صادراتو شاوخوا دوه ميليونه ډالره عايد لاسته راغلي دي.
د سوداګرۍ خونې د مسول په وينا د کندهار انار زياته برخه د دوبۍ ښار په ګډون، پاکستان، هندوستان، منځنۍ اسیا، جرمني او ځینو نورو هېوادونو ته په رسمي ډول صادر شوي.
دی وايي، چې له رسمي شمېرو سربېره په غېر رسمي ډول هم تر ۵۰ زرو ټنو زيات انار صادر شوي دي.
د ارغنداب ولسوالۍ يو تن کروندګر د اغامحمد په نوم وايي، چې سوداګر پنډ پوستي انار ډېر خوخښوي، ځکه د نوموړي په وينا پنډ پوستي انار د صادراتو پرمهال خورا زيات مقاومت لري او ژر نه خرابيږي.
اخوا بیا یو شمېر کروندګر د انارو په باغونو کې د مچ او نورو ناروغيو له پېدا کېدو شکايت کوي.
دوی وايي، چې د کرنې رياست له دوی سره د انارو د باغونو په وده او ځينو ناروغيو د مخنيوي په برخه کې مرستې نه کوي.
خو د کندهار ولایت د کرنې رياست نباتاتو د ساتنې مدير ذبيح الله زیارمل بيا وايي، چې دوی تر خپلې وسې پورې له کروندګر سره مرستې کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دې وروستيو کې يې د مچ ناروغۍ د مخنيوي لپاره يې پر بزګرانو شاوخوا ۲۰۰ زره کڅوړې ويشلي دي.
د کندهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد او د دغه ولایت د کرنې ریاست د ترویج برخې سلاکار عتیق الله خان وايي، کروندګر باید پر انارو د خپل سرو درملو له استعمال څخه ډډه وکړي، ځکه د نوموړي په وينا د خپلو سرو درملو استعمال کولای شي د افغانستان دغه عمده صادراتي ميوه د نابودۍ له خطر سره مخ کړي.
د راپورونو پر بنسټ همدا اوس په کندهار کې د بڼ لرونکو له لوري یو ټن انار په ۱۱ زره افغانیو پلورل کيږي.
یاده دې وي، چې د اټکل له مخې دا مهال په ټول کندهار ولایت کې ۲۲ زره هکټاره ځمکه کې باغونه جوړ شوي، چې د يادې شمېرې څخه په شاوخوا ۷ زره هکټاره ځمکه کې انار کرل کيږي.