د نورستان ولایت اوسیدونکي وایي، چې د تېرو پنځو میاشتو راهیسې د دغه ولایت لویدیځې برخې د نورګرام نه دواب او منډول ولسوالیو ته غځیدلي لاره نا امنه شوې ده او ان هره اونۍ وسله وال کسان په عمومي لاره کې کښني او د خلکو مالونه لوټي.
دوی وايي، دولت تر اوسه په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی او باید د دوی د سر او مال ساتنه وشي.
د سنګین په نوم یو تن سلام وطندار ته ويلي، چې څو وارې پر دغه لاره د غلو له لوري لټول شوی مبایل او نقدې پېسې يې اخیستل شوي دي.
ملک عمر الدین وایي، چې " دوه موټره وو مونږ یی هم ښکته کړو او مانه يې ۱۲ زره افغانۍ واخیستلې"
هغه وايي، چې له دوی سره له ټولو ناستو سپرليو جیبونه يې هم تش کړل.
د دوی په وينا، دولت د دغو ناامنيو د کابو کولو ه پاره پوره امنيتي پرسونل لري، خو پر وړاندې يې اقدام نه کول يې ناغېړي بولي.
نورستانیان وایي، په دې لاره د لویدیځ نورستان د دوو ولسوالیو ټول اوسیدونکي خپلې توکي انتقالوي، خو کله چې د توکیو د اخیستلو په موخه دوی نورګرام او یا هم لغمان ته ځي، نو په لاره کې ورته وسله وال غله کښني او ټول هغه څه، چې ورسره وي لوټي يې.
د نورستان ولایت قومي مشران هم دغو ناامنيو اندېښمن کړي.
دوی وايي، چې که دولت خپلو بې غوريو ته دوام ورکړي، نو ښايي دغه لاره بنده شي.
د لویدیځ نورستان د نورګرام ولسوالۍ موټر چلونکي هم وایي، که داسې حالات دوام وکړي ښایې دوی د خپل کار ته په نورمال ډول دوام ور نه شي کړی.
د نورګرام ولسوالۍ دهډې منشي سميع الله د موټر چلوونکو په استازولۍ سلام وطندار ته وویل، چې دلته په دغو تېرو دوو اونیوو کې درې ځلې غله وتلي او په لاره کې يې له خلکو شاوخوا ۱۸ سوه زره افغانۍ لوټلي دي.
د نورستان امنیه قومندانۍ هم پورته ستونزې مني، خو په وينا يي د تکرار مخه به يې ونيسي.
د دې ولایت امنیه قومندانۍ ته نوي ټاکل شوي امنیه قومندان جنرال خلیل الله ضیایي سلام وطندار ته وویل، د نورګرام او دواب ولسوالیو امنیه قومندانانو ته یې د نده سپارلې، چې د لارو امنیت دې ټینګ کړي.
نوموړی زياتوي، چې تر ټولو لومړی ګام یې د نورستاني مسافرو د تلو راتلو لارو خوندي کول دي، خو په وینا یې د خلکو همکاریوته دوی ډېره اړتیا لري.
ضیایي وايي، وسله وال د خلکو د ځورولو له پاره له هر ډول وسيلې او لارو کار اخلي، خو دوی به د خپلو ولسونو له سر او مال نه د خپلو وینو په قیمت ساتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو پر بنسټ په تېرو دوو اونيو کې نورګرام نه دواب او منډول ولسوالیو ته پر غځیدلې لاره درې ځلې مسافرین لوټل شوي دي.





