د کرکټ مینوال به ډير ژر یو ښه زیری واوري

افغان کرکټ بورډ د مینه والو د پوښتنو له پاره د ځوابونو په ځانګړې فیسبوک پاڼه کې زیری ورکړی دی، چې ډير ژر به مینه والو ته د نړیوالو سیالیو خبر ورکړي.
کرکټ بورډ وایي، چې اوسمهال د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) په چوکاټ کې له یو شمیر بشپړغړیتوب لرونکو(ټیسټ) هیوادونو سره د نړیوالو سیالیو برابرولو له پاره په خبرو بوخت دي.
د دوی په وینا، اوسمهال خبري په لومړي پړاو کې دي او له همدې کبله یې په اړه تر پوره کره توب پورې مینه والو ته څه نه شي ویلي.
کرکټ بورډ زیاتوي، ډیر ژر به له نړیوالو لوبډلو سره داسې لوبې برابرو کړو چې د کرکټ مینه والو قناعت به ترلاسه کړي.


دا په داسې حال کې ده چې افغان کرکټ بورډ چارواکو له تیرکال راهیسې د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو ته ددې له پاره سفرونه وکړل، چې له نړیوالو لوبډلو سره سیالۍ برابروي خو تراوسه د ملي لوبډلې له پاره د نړیوالو بشبړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سره د سیالیو درک نه لګي.
دغه راز کرکټ نړیوالې شورا هم تیره میاشت په خپله عمومي غونډه کې د ایرلینډ تر څنګ افغان کرکټ بورډ ته هم اضافه ۵ لکه امریکایي ډالره مرسته ددې له پاره اعلان کړه، چې ځانته له بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سره پنځوس اوریزه نړیوالې سیالۍ برابرې کړي او  تر۲۰۱۹ کال نړیوال جام پورې په نړیواله درجه بندۍ کې مخکیوالی ترلاسه کړي.
 د یادونې وړ ده، چې ایرلینډ به په راتلونکو څو میاشتو کې له سریلانکا، پاکستان، افغانستان، سویلې افریقې  او اسټرالیا سره ولوبیږي، خو افغانستان بیا یواځې په خپل نړیوال مهال ویش کې له سکاټلینډ او ایرلینډ سره نړیوالې سیالۍ لري.
 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام