د کابل ښار لسمه او دیارلسمه امنیتي حوزې نن د دوو ترهګریزو پېښو شاهدې وې.
د کورنیو چارو وزیر ویساحمد برمک په کابل کې خبري غوندې ته وویل په دغو بریدونو کې ۲ پولیس سرتېري وژل شوي او یو ملکيوګړی او دوه سرتېري ټپیان شوي دي.
ښاغلي برمک زیاته کړه پر دیارلسمې امنیتي حوزې دوو ځانمرګیو حمله وکړ چې له یو ساعت نښتې وروسته پولیسو ووژل، خو د کابل ښار پر لسمې امنیتي حوزې د بریدګرو شمېر ۵ تنو وو، چې دوه تنه يې وژل شوي او درې نور يې اوس هم له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې دي.
ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وايي تراوسه د دواړو پېښو له سیمې یو مړی او شپږ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي پر لسمې امنیتي حوزې د برید مسوولیت منلی او ویلي دي چې دا برید د طالبانو خندق عملیاتو یوه برخه ده.
د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست ادعا کوي چې دا برید د لښکر طیبه په همکارۍ د حقانې شبکې لهخوا شوی دی.
دغهراز د کابل ښار پر دیارلسمې امنیتي حوزې د برید مسوولیت داعش ډلې پرغاړه اخیستی دی.
لومړني معلومات
د کابل ښار په ۱۰مه او ۱۳مه امنیتي حوزو کې هممهال ځانمرګي بریدونه شوي دي. د ریپوټو پربنسټ لومړی د ۱۳مې امنیتي حوزې مخکې ته ځانمرګی برید شوی دی او وروسته بیا بریدګر حوزې ته وردننه شوي دي. په ۱۳مه امنیتي حوزه کې لا هم د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته روانه ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، په ۱۳مه امنیتي حوزه کې چاودنه د ځانمرګي برید له کبله وه. دانش وویل، دویم برید د ۱۰ مې امنیتي حوزې په دروازه کې شوی دی. زیاتوي، دوو بریدګرو غوښتل لسمې حوزې ته وردننه شي د پولیسو لهخوا پېژندل کېږي او وژل کېږي.
ویل کېږي په ۱۳مه امنیتي حوزه کې د پېښې سیمې ته د نږدې ودانیو شیشي ماتې شوي دي.
عامې روغتیا وزارت ویلي له دغو پېښو ۲ ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي دي.