د کابل په پروني برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۹۵ ټپیان دي

په کابل کې د عبدالعلي مزاري پر تلین غونډې په پروني برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي له سلام‌وطندار سره په ټیلیفوني اړیکه کې وویل چې د حزب وحدت اسلامي د مخکیني رییس پر ۲۴مې تلین غونډې د برید په پایله کې ۱۱ کسان چې درې ښځې په‌کې دي وژل شوي او ۹۵ نور چې ۱۲ یې ښځې دي، ټپیان دي.

که څه هم داعش وسله‌والې ډلې د پروني برید مسوولیت پر غاړه اخیستی، خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې یاد برید د وسله‌والو طالبانو له لوري شوی دی.

پرون غرمه مهال د اتلسمې حوزې له اړوندې سیمې د عبدالعلي مزاري پر تلین غونډې چې یو شمېر پخواني او اوسني لوړپوړي چارواکي په‌کې وو، هاوانونه را وتوغول شول.

اجرایوي رییس عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامدکرزی، محمدحنیف اتمر، محمد محقق، صلاحالدین رباني او یو شمېر نورو کسانو په یاده غونډه کې ګډون کړی وو.

محقق: د مزاري د تلین غونډې ګډوډول د حکومت کار دی

په همدې حال کې د حنیف اتمر ټاکنیزې ډلې پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې په یاده پېښه کې یې ۸ ساتونکي ټپیان شوي دي.

د ولسمشرۍ یو بل نوماند عبدالطیف پدرام هم په دې پېښه کې برسېرن ټپي شوی دی.

کورنیو چارو وزارت پرون د هغه کس د نیولو خبر ورکړ چې پر یادې غونډې یې هاوانونه را توغولي وو او زیاته یې کړه چې دوه نور کسان چې په یاد برید کې یې لاس درلود، له شاوخوا ۷ ساعتونو کلابندۍ وروسته وژلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام