کورنیو چارو وزارت د کابل میربچهکوټ ولسوالۍ کې د برښنا پایې د ورانولو په تور شپږ کسیزه ډله نیولې.
له ياد وزارته نن د شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دغه کسان د جمعې شپې عملیاتو کې نیول شوي او د ترهګريزو بریدونو په پلانولو تورن دي.
خبرپاڼه کې همداراز ليکل شوي چې دغې شپږ کسیزې ډلې تېره شپه غوښتل میربچهکوټ ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي چې ونیول شول.
پولیسو دغو کسانو نه یو لړ وسلې او تجهیزات هم ترلاسه کړي.
د ۲۲۰ کیلو ولټه وارداتي برښنا پایه تېره اوونۍ د کابل میربچهکوټ ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو له لوري ونړول شوه چې د برښنا شرکت په وینا، پر جوړولو یې ۳۰۰ زره ډالره لګښت راغلی دی.