د کابل ـ پروان دویم سړک چارې چې د بګرام له دوو لارو د پروان تر جبلالسراج ولسوالي پورې غځېدلی، پیل شوې.
د ټولګټو چارو وزیر یما یاري وايي، یاد سړک ۲۵،۶ کیلومتره اوږدوالی او له ۱۰ مترو ډېر سور لري چې د حکومت له بودیجې به د یو میلیارډ او ۵۳۷ میلیونه او ۹۳۰ زره افغانیو په ارزښت په دوو کلونو کې جوړ شي.
د یاري په وینا، د دغه سړک په اوږدو کې ۴ پلونه او ۱۵۰ پلچکونه هم جوړېږي او دغه راز حکومت د پروان د ټرانسپورټي زېربنا جوړولو برخه کې شاوخوا ۶ میلیارډه افغانۍ پانګونه کوي او د ډېرو پروژو چارې یې روانې دي.
په همدې حال کې د پروان والي فضلالدین عیار د کابل ـ پروان د دویم سړک چارو پیلول د ټرافیکو پېښو راکمولو او د خلکو ستونزو هوارولو په برخه کې مهم ګام وباله.
یوه طالب د کابل ـ پروان پر لویه لار ۲ مسافر وژلي
د کابل ـ پروان پر لویه لار خونړۍ ټرافيکي پېښه
پروان کې د ۷ پرمختیايي پروژو کارونه پیل شول
نوموړي یاد سړک د شمالي ولایتونو د اوسېدونکیو لپاره هم خورا ارزښتناک یاد کړ.
د کابل ـ پروان دویم سړک د پروان ولایت له مرکز (چاریکار) نه تېرېږي. د دغه ولایت اوسېدونکي تمه لري چې په جوړېدو سره به یې ښار پراختیا وکړي او خلکو ته به هم د کار اسانتیاوې برابرې شي.