د ولسمشر حقوقي سلا کار عبدالعلي محمدي وايي، چې د کابل بانک ورکو شویو پیسو بېرته اخیستو او د حساب په برخه کې پر هیڅ پوروړي رحم نه دی شوی او د محکمې حکم به په ټولو پلی کیږي.
محمدي تېره ورځ د (اکټوبر په ۱مۍ) په یوې ګډې خبري غونډه کې چې د کابل بانک قضیې د تعقیبولو کمېسیون رییس، د مرکزي بانک مرستیال او د کابل بانک د مالي منازعې د حلولو کمېسیون رییس ګډون در لود وویل، تر اوسه پورې یې ۵۶۶،۷ میلیونه امریکايي ډالر د کابل له پوروړو څخه بېرته اخیستي دي.
ویل کیږي، چې د کابل له پوروړو څخه ۱۸۹،۹۰ میلیونه امریکايي ډالر نقدې پیسې اخیستل شوي دي، ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د پوروړو شتمنۍ پر دولت پلورل شوي دي او د ۱۵۹،۱ میلیون ډالر له پوروړلو څخه د مقاولې په ډول اخیستل شوي دي.
د مقاولې سند پر بنسټ که د کابل بانک پوروړي په ټاکلي وخت کې د پور اداینې توان و نه لري او یا هم نه غواړي، چې پور ادا کړي، نو د محکمې د حکم پر اساس ټوله هغه شتمني یې چې په ضمانت کې ایښې وه، پلورل کیږي.
د مرکزي بانک مرستیال خان افضل هډه وال په دې خبري غونډه کې وویل، دوی تراوسه پورې په دې توانېدلي دي، چې له ۵۰ سلنه زیات پورونه را ټول کړي او ټینګار یې وکړ، چې د کابل بانک پوروړي به په بېلا بېلو کشتونو کې د بانک پورنه ور کړي.
د کابل بانک چاڼ ادارې رییس عبدالواحد خراسانی وايي، چې د ۱۵۱ پوروړلو له جملې څخه تر اوسه پورې ۳۲ تنو خپل پورونه ادا کړي دي.
کابل بانک د هېواد لومړنی بانک و، چې د طالبانو رژیم له نسکورېدو وروسته تاسیس شو.
په ۱۳۹۱ کال کې له دغه بانک څخه د شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالرو د غلا کېدو راپورنه خپاره شول او په دې سره یې خپل باور له لاسه ور کړ.