
د ماشومانو د ملاتړ نړیوال دفتر اعلان کړی چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو پر مهال په افغانستان کې په هرو ۱۰ ماشومانو کې ۸ یې د چاودنو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په یاده خبرپاڼه کې چې د دغه بنسټ د سلمې کالیزې په پار خپره شوې لیکل شوي چې د یاد بنسټ تازه څېړنې ښيي چې ماشومان د غټانو دوه برابره د راکېټونو، هاوان او لاسي بمونو له کبله د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.
د دغه بنسټ د څېړنې له مخې، په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې د ملکي مرګژوبلې نږدې یو پر درې برخه ماشومان جوړوي، داسې چې په یادو کلونو کې د چاودنو پر مهال ۵۶ سلنه غټان او ۸۴ سلنه ماشومان وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ماشومان د کلونو جګړې له کبله پر رواني ناروغیو، اندېښنو او خپګان اخته شوي دي.
یاد بنسټ له افغان حکومت او په افغانستان کې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د جګړې پر مهال د ماشومانو خوندیتوب او ساتلو ته جدي پام وکړي.
د ماشومانو د ملاتړ دغه نړیوال بنسټ له افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او د ماشومانو د ملاتړ اړوندو بنستونو نه هم غواړي، هغه ماشومان چې په جګړه زیانمن شوي، باید وساتل شي. دغه بنسټ له افغان دولت نه هم غوښتي چې د زیانمنو ماشومانو له کورنیو سره د مالي مرستې لپاره هم یوه تګلاره جوړه کړي.





