په دغه خپور شوي نوملړ کې د نړۍ له ۴۴۰ هغو څخه د اروپا ښارونه د جدول په لومړي سر کې راغلي دي.
د دغو ښارونو په ټاکل کېدو کې امنیتي ګواښونه، د پناغوښتونکو بحران، اقتصادي ستونزې او سیاسي نښتې هغه ننګونې وې، چې د ښارونو د غوره کولو پر مهال په پام کې نیول شوې وې.
د پورته یادو شویو ستونزو موجودیت د ښارونو په غوره کولو منفي اغیزه لرله.
په دې نوملړ کې د اتریش وین ښار، د سوېټزرلنډ زوریخ ښار، د ناروې اوکلنډ ښار، د المان مونیخ ښار او د کاناډا وانکور هغه پنځه ښارونه دي، چې د ژوند کولو له پاره ټاکل شوي دي.
د شمالي امریکا په لویه وچه کې د کاناډا ښارونه په دې لیست کې راغلي دي، خو نیویارک، میشیګان او سان فرانسیسکو بیا د نوملړ له غوره ښارونو پاتې دي.
په اعلان شوي نوملړ کې سنګاپور په ۲۶مه درجه کې ده، چې د اسیا په کچه لومړنی هغه دی او په دویمه درجه کې توکیو ښار راغلی دی.
د مرسر شرکت سروې له مخې یمن، دمشق او د بغداد ښارونه د ژوند له پاره ناامنه بلل شوي دي.
د دغه شرکت څېړنې د دوی د کره کار له امله ښه باور لري.
د افغانستان، پاکستان او د ایران ښارونه د دغه نوملړ په ورستیو ۳۰ ښارونو کې دي.
د مرسر څېړنیز شرکت سترو نړیوالو شرکتونو له پاره د نړۍ په بېلا بېلو ښارونو کې څېړنې کوي.
له دې لارې دغه شرکتونه زیاتې پیسې تر لاسه کوي.





