ولسمشرۍ ماڼۍ په خپله پاڼه کې ليکلي، چې د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ایس جي شینکر تېره ورځ ناوخته د ( ۲۰۱۵م ـ د مارچ ۴ مه) له افغان ولسمشر اشرف غني، اجرايوي مشر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د هغه له مرستیال سره وکتل.
د هند د بهرنيو چارو وزارت ویاند سید اکبر الدین له افغان چارواکو سره د یاد هېواد د بهرنيو چارو مرستیال وزیر د خبرو په اړه په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، افغان چارواکو ایس جي شنکر ته وویل، چې دوی هند په خپله خوښه غوره کړی دوست هېواد بولي.
راپورونه وايي، چې د افغان او هندي چارواکو د خبرو اترو زیاته برخه په افغانستان کې پر پرمختيايي پروژو، امنیت او اړیکو متمرکزې وې.
ولسمشرۍ ماڼۍ په خپله رسمي پاڼه کې ليکلي، چې د هند د باندنيو چارو وزارت مرستيال ويلي، ډهلي د افغانستان اوسني سياسي پرمختګ څخه خوښ دی او د دغه هېواد د لا پرمختګ د ملاتړ په اړه هر ډول مرستو او همکاريو ته چمتو دی.
د هندوستان له لوري دغه را لېږل شوي پلاوی افغان چارواکو ته ويلي، چې هند په دې وروستيو کې د افغانستان د بشري پرمختګ او نورو برخو کې پراخ رول لوبولی او په راتلونکي کې به هم خپل دغه رول جاري ساتي.
کرشنا ويلي، چې هندوستان به افغانستان سره د کانونو په برخه کې هم مرستې وکړي.
شنکر، چې تېره ورځ ناوخته له اسلام اباده کابل ته راغی، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ورته هرکلی ووایه.
افغان ولسمشر اشرف غني د هند دغه جګپوړي سياسي پلاوي ته وویل، چې هند د افغانستان پخوانی ستراتيژيک دوست هېواد دی او په راتلونکي کې به د دغه هېواد سره خپلې اړيکې لا غښتلې کړي.
غني وویل، چې د تروریزم نوعيت د تغير په حال کې دی او دغه تغيرات کولای شي نړۍ هم وګواښي.
نوموړي ويلي، چې د دغې شومې پديدې له منځه وړلو لپاره نړېوالو په ځانګړي ډول د سيمې هېوادونو همکاریو ته قوي اړتيا ليدل کيږي.
اشرف غني د هند د باندنيو چارو د مرستیال وزير سره په خبرو کې وویل، چې اسیا اوس د تغير په حال کې ده او د اسیا په اقتصادي پرمختګ کې هند کولای شي ژور رول ولوبوي.
شنکر يو وار بيا د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته هندوستان ته د سفر په موخه رسمي دعوت ورکړ.
له دې وړاندې د یاد هېواد لومړي وزير نريندر مودي هم په يوې ټېلفوني اړيکه کې ولسمشر غني ته هندوستان ته د وراتګ بلنه ورکړې وه، خو ولسمشر تر اوسه د نامعلوم دلیل له مخې دغه هېواد ته سفر نه دی کړی.
اېس جي شنکر، د سارک یا د جنوبي اسیا د همکارۍ ټولنې د غړیو هېوادونو د څلور ورځني سفر په وروستۍ ورځ په کابل کې میلمه شو.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډېپلوماټيکې اړيکې په بې سارې ډول مثبت لور ته پرمختګ کړی او پاکستان هم د افغانانو يواځينې هيلې په باب همکاريو ته چمتوالی ښودلی.
پاکستاني چارواکو ويلي، چې دوی چمتو دي د افغان سولې پروسې په برخه مرسته وکړي او په روان میاشت کې به طالبان د خبرو اترو ميز ته حاضر کړي.
یو شمېر شنونکي همدې موضوع ته په کتو وايي، چې ولسمشر د پاکستان ورستيو کړنو ته په تمه دی، او ددغه کړنو د اغیز څرګندېدو وروسته به اشرف غني دخپل بهرني سیاست د لا پراخېدو هڅې پېل کړي.





