په ترکیې کې د روسیې الوتکې نسکورولو د هېوادونو مشرانو ترمنځ ناندرۍ را پورته کړي

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د ترکیې پوځ له خوا د روسیې جنګي الوتکې په راغوځولو سخت خپګان ښکاره کړی دی او ویلي دي، چې دغه پېښه به د روسیې او ترکیې اړیکې کړکېچنې کړي.

د راپورونو له مخې تېره ورځ (سه شنبه) د روسیې SU-24 ډوله جېټ جنګي الوتکه د ترکیې IF-16 ډوله جنګي الوتکې له لوري په هوا کې په توغندي وویشتل شوه ، چې الوتکه د ویشتلو وروسته د سوریې په خاوره کې لوېدلې ده.

د روسیې دفاع وزارت ویاند رسنیو ته ویلي دي، چې د الوتکې پیلوټ له پېښې وروسته ژوندی و او د ترکیې سرتېرو له خوا په ډزو ویشتل شوی دی.

په ورته وخت کې د الجزیزې تلویزیون د پېښې عیني شاهد له قوله راپور ورکړی، چې د الوتکې له ویشتلو وروسته روسیی پیلوټ د ترکیې عسکرو ژوندی نیولی و.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اردون پاچا دویم عبدالله سره لیدنه کې د دې پېښې په اړه تندې څرګندونې کړې دي.

پوتین ویلي دي، چې د روسیې جنګي الوتکې ویشتنه په دوی د ترهګریزو ډلو د ملکرو د شاه له خوا ګوزار دی.

نوموړي په دې برخه کې د څېړنو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د روسیې الوتکې د ترکیې فضايي حریم نه و مات کړی او دغه الوتکه د سوریې په سیمه کې ویشتل شوې ده.

بل لوري د ترکیې ولسمشر داود اغلو ویلي دي، چې د خپلو پولو ساتنه د دوی مسولیت دی او د روسیې الوتکې د دوی د پولو سرغړونه کړې وه.

اغلو ویلي دي، چې ټولو ته دې معلومه وي، د ترکیې فضايي حریم ماتولو په غبرګون کې دوی هر ډول عمل کولی شو.

په ورته وخت کې د امریکا دفاعي چارواکو د نوم نه اخیستلو په شرط نړیوالو رسنیو ته ویلي دي، چې د روسیې الوتکې په رانسکورولو کې دوی لاس نه لري.

دوی ویلي دي، چې ترکي ملګرو یې د سه شنبې په ورځ د دغه هېواد د هوايي حریم ماتولو په غبرګون کې د روسیې الوتکه ویشتلو خبر ورکړی دی.

ترکیه ټینګار کوي، چې د روسیې الوتکو ته یې د دوی د فضايي حریم ماتولو په اړه څو ځلې خبرداری ورکړی و، خو دوی دې برخې ته پاملرنه نه کوله.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم په ۲۰۱۴ کال مارچ میاشت کې ترکیې سرتېرو د سوریې یوه الوتکه د دغه هېواد د فضايي حریم ماتولو په تور را نسکوره کړې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام