د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، چې دوی "د ځوانانو ملي ستراتیژي ۵ کلن پلان" طرحه جوړه او بشپړه کړې ده.
د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال ډاکتر کمال سادات نن یک شنبه (مارچ ۱۳مه) په کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې دغه ۵ کلنه ستراتیژي له نړیوالو بنسټونو او نورو وزارتونو سره په تفاهم جوړه شوې.
سادات زیاته کړه، چې د ځوانانو وزګارتیا، زده کړې، روغتیايي خدمتونو، سپورټ، امنیت او په حکومتوالي کې د ځوانانو ونډې ته په دې ستراتیژي کې ځای ورکړل شوی.
د نوموړي په وینا، د ځوانانو ملي ستراتیژي پربنسټ شاو خوا یو میلیون ځوانان به له دې ستراتیژۍ برخمن شي.
هغه وايي، چې ملګري ملتونه او خصوصي سکټور باید په دغو برخو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
سادات وویل، د یادې ستراتیژي ټولو اړخونو طرحه او تدوین له پاره يې بیلابیلو ولایتونو ته سفرونه کړي او دا ستراتیژي پر سیمه ییزو او نړيوالو معیارونو برابره جوړه شوې ده.
د ځوانانو چارو مسوولین وايي، هغو ځوانانو ته چې له بهره راستنیږي د کاراو تحصیل زمینه برابروي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي ډاکتر بانت د ځوانانو چارو معینیت سره د دې ستراتیژي په تطبیق کې د دغه نړیوال بنسټ د مرستو او همکاريو ټتر وواهه.
د راپورونو پربنسټ څه باندې ۱۵۴ زره افغانان چې زیات یې ځوانان وو، د بې وزلۍ، وزګارتیا او زده کړو زمینې نشتوالي له امله اروپايي هېوادونو ته تللي دي.
که څه هم اروپايي هېوادونوواردمخه د کډوالو پناه غوښتنونکو منلو اعلان کړی و، خو په دې وروستیو کې یې د افغان کډوالو منلو شرایط سخت کړي دي.
د احصایې مرکزي ادارې اټکلیزو شمیرو له مخې په ۲۰۱۴ م ز کال کې افغان ځوانانو شمیر۶ میلیونه او ۷ سوه زره اټکل کړی و.