د نامسووله وسله‌والو پر وړاندې د کوچیانو لاریون

سلګونو کوچیانو نن د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې د خپل حق غوښتلو، د نامسووله وسله‌والو او غاصبانو پر وړاندې پراخ لاریون وکړ.

لاریونوالو چې د یوه ساعت لپاره یې د کابل‌ـ‌‌کندهار لویه لاره هم تړلې وه، د دغه ولایت د بهسودو په دوو ولسوالیو او دایمیرداد کې د نامسووله وسله‌والو له لوري د دوی د مېنو، کورونو او څړځایونو د غصب او ظلمونو پر وړاندې اعتراض وکړ.

یوه لاریونوال او د کوچیانو قومي مشر حاجي علم‌ګل وايي چې هزاره قوم د نامسووله وسله‌والو پر مټ د دوی مېنې او کورونه نیولي او د ورتګ اجازه نه ورکوي.

نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې په میدان وردګ ولایت کې د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د راپورته شوې شخړه حل کړي، کنه ستر ناورین به جوړ شي.

حاجي علم‌ګل وايي چې د نامسووله وسله‌والو قوماندان علي‌پور د دوی پر جایدادونو او څړځایونو خېټه اچولې او دولت یې هم غږ نه اوري.

یوه بل لاریونوال او د کوچیانو قومي مشر حاجي خالو هم وايي چې له تېرو څو کلونو راهیسې په میدان وردګ ولایت کې د نامسووله وسله‌والو له لوري پر کوچیانو ظلم کېږي او خپلو اصلي مېنو ته نه پرېښودل کېږي او په وینا یې، نننی لاریون یې هم د یادې ستونزې د حل لپاره کړی دی.

دغه قومي مشر په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی غلام‌حسین ناصري، د میدان وردګ ولایت استازی مهدي راسخ او د نامسووله وسله‌والو قوماندان علي‌پور تورنوي چې د کوچیانو په مرګ پسې راوتلي او د له منځه وړلو هڅه یې کوي.

قومي مشر علم‌ګل وايي، هزاره قوم د کوچیانو پر جایدادونو، کورونو او څړ‌ځایونو تېری کړی، د دوی څاروي مړه کړي، کورونه یې سوځولي او لا هم پر دې موضوع ورسره شخړه کوي.

که څه هم هڅه مو وکړه چې په دې اړه د میدان وردګ ولایت د ولایتي ادارې نظر هم واخلو، خو هغوی له څه ویلو ډډه وکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام