چارواکي وايي، چې د ځمکې او اوبو مسله د افغانستان له پاره حیاتي مسله ده او په اوبو او ځمکې پورې اړوندې مسلې دې د سیاسي مسلو قرباني نه شي.
د افغان ولسمشر اشرف غني په مشرۍ تېر ماښام د (اپریل ۵ مه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې غونډې ته وویل، چې د ځمکې او اوبو شورا د دې له پاره جوړه شوې ده، چې د افغانستان د ځمکې او اوبو په اړه هر اړخیز تصمیم ونیسي.
ولسمشر څرګنده کړه، چې اوس د ځمکې او اوبو د تنظیم چارې ستونزې لري او که دا لړۍ همداسې دوام وکړي؛ نورې ستونزې هم رازېږولی شي.
دغه شورا د جمهورییس د فرمان له مخې جوړه شوې ده.
په دې غونډه کې د اوبو عالي شورا طرزالعمل غونډې ته وړاندې شو، چې له هر اړخیز بحث وروسته په دوو څپرکو او ۱۳ مادو کې د شورا له خوا تصویب شوه.
دغه طرزالعمل د هدایتونو د پلي کېدو، د عالي شورا دندې، تشکیلاتي جوړښت او د یادو فعالیت د څرنګوالي درې ګوني بنسټیزې موخې څاري.
په دې ناسته کې د افغانستان د ځمکې له خپلواکې ادارې سره د جیودیزۍ او کارتوګرافۍ ریاست د یوځای کېدو له پاره د اوبو شورا د دارلانشا وړاندیز ومنل شو، او پرېکړه وشوه، چې د دواړو ادارو ګډ کار واړاندیز دې د ځمکې او اوبو عالي شورا ته وړاندې شي او له مخې دې تصمیم ونیول شي.
په دې ناسته کې د ځمکې پر پالیسۍ باندې د بیا کتنې له پاره د کنفرانس د جوړېدو وړاندیزه وشو.
په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې په کنفرانس کې دې د ګډون له پاره د اړوندو ادارو او د مدني ټولنو استازو ته بلنه ورکړل شي، چې د ځمکې پر پالیسۍ باندې مسلکي او هر اړخيزې خبرې وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه د عصمت قانع په باور د هېواد ځمکې او اوبو ته باید د دولت په کورني سیاست کې د دفاع او ښوونې او روزنې په ډول لومړیتوب ورکړل شوی و.
قانع زیاتوي، چې ځمکه او اوبه یو سیاسي مسله نه ده او ژوند باید له سیاسي ملحوظاتو نه لرې وساتل شي او وايي چې د غه منابع د افغانانو د ژوند د بسیا کولو له پاره ولګول شي او افغانان د دویمې او دریمې درجې په کتار کې ونه شمرل شي.
دی زیاتوي، چې افغانستان د ملګرو ملتونو د یو ژمن ملګري په توګه د ملګرو ملتونو منشور او نورو کنوانسیون ته درناوی لري او له ګاونډیانو هېوادونو غواړي، چې افغان خاورې ته د یو هېواد په توګه احترام ولري او پرېږدي، چې خپلې سرچینې د خپلو خلکو له هوساینې له پاره وکاروي.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوه محب الله شریف وايي، چې په اقتصادي چارو کې مناسبه ځمکه او اوبه د یو هېواد د بسیانې له پاره اړینې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د هېواد د ښېرازه کولو له پاره ښه زېری ګڼي او وايي چې ۷۰ سلنه افغانان په کرنه بوخت دي او دا هغه سرچینې دي، چې له حکومت سره په اقتصادي پرمختګ کې مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې هر کال په زرګونو جریبه ځمکې د زورواکیو او چارواکیو له خوا غصبېږي او همدغه ډول ډېرې ځمکې د سیندونو د نه مهارولو له امله د اوبو خوراک کېږي.