د تخار دښتقلعه ولسوالي اوسېدونکيو نن سهار د دغې ولسوالي د ښاروال او ولسوال دفتر مخې ته د اعتراض په توګه راټول شول او د دولتي ځمکو د ناقانونه وېش درېدو غوښتنه یې وکړه.
اعتراض کوونکي وايي، د ښار د پرمختیايي سیمې اړوند د ۲۴۰ جریبه ځمکې د ناقانونه وېش عاملان دې په نښه او محاکمه شي.
دوی د دښتقلعه ښاروال، ولسوال او د اجراییه مدیر بېواکه کولو او ترڅېړنو لاندې راوستو غوښتنه هم کوله.
د دغو اعتراض کوونکیو له ډلې عظیم سروري وايي، که غوښتنې یې و نه منل شي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او د کوکچې پل په تړلو سره به د دغه ولایت د ۶ ولسوالیو لارې وتړي.
څو ورځې وړاندې د تخار ځايي ادارې په دښتقلعه ولسوالي کې د دولتي ځمکو د غصب دوسیې څېړلو لپاره یو پلاوی دغې ولسوالي ته واستاوه، خو د تخار مسوولانو تراوسه د دغه پلاوي د کار پایله له خلکو سره شریکه کړې نهده.
بلخوا د دښتقلعه ولسوالي ښاروال چې د دولتي ځمکو د ناقانونه اصلي لامل ګڼل کېږي، د تخار د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې ادارې له لوري نیول شوی او تر یوې شپې بند وروسته خوشې شوی و او اوسمهال خپلې دندې ته دوام ورکوي.
د تخار والي فضلالله مجددي وايي، کومه ډله چې د دغې قضیې څېړلو په موخه ګمارل شوې وه، اوس هم پهدې موضوع کار کوي او ډېر ژر به د دښتقلعه ښار د پرمختیايي ساحې ځمکو وېشونکي ونیول شي.
خو اعتراض کوونکي وايي، د دښتقلعه ولسوال عبدالمناف فیضي، ښاروال سید خیرالدین او د دغې ولسوالي اجراییه مدیر، د ښاروالي انجینران او د تخار ځايي ادارې یوشمېر مسوولان یو د بل په همکارۍ، د دښتقلعه ښار پرمختیايي سیمې اړوند ځمکې پلورلې دي.
اعتراضکوونکي د دغې موضوع د څېړلو لهپاره ټاکل شوی پلاوی هم له ښکېلو کسانو سره په همکارۍ تورنوي.