د پکتیا ځايي چارواکي وايي، د ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال مرکز ګردېز ښار کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.
د پکتیا د ولایتي شورا غړی ممتاز کرخېل وايي، نامعلومو وسلهوالو نن سهار د مرکز ګردېز «تېرې ښارګوټي» کې د ولایتي شورا په مرستیال ایوب غروال ډزې کړي او وژل شوی دی.
کرخېل وویل، ایوب غروال یوه خصوصي پوهنتون ته له کوره په لار و چې وسلهوالو پرې بريد کړی.
د هغه په وینا، د ولایتي شورا مرستیال لومړی دغه برید کې ټپي شوی و چې وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.
د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.
تر اوسه د برید مسوولیت هم کومې ډلې نه دی منلی.