د پوهنتون بې سواده فارغان او جعلي مونوګرافونه

مونوګراف یا تحصیلي پایلیک هغه علمي سند دی، چې هر زده کړیال د خپلو لوړو زده کړو د وروستي کال په وروستي سېمستر کې په یوې ټاکلې موضوع څېړنه کوي او له بشپړلو وروسته ترې دفاع کوي.

تحصلي پایلیک نن سبا په افغانستان کې د علمي څېړنې پر ځای په موسمي پيدا وار او کسب بدل شوی دی.

زده کړیالان له لارښود استاد سره د څېړنې له پاره تکراري موضوګانې ثبتوي او دغه تکراري موضوګانې د دې لامل شوي دي، چې په اسانۍ سره بازار کې پېدا کېږي.

که زده کړیالان په بازار کې د مونوګراف پر موندلو بریالي نه شي؛ نو د پوهنتونونو شاوخوا په فوټوکاپویانو ته ورځي او د پیسو په بدل کې یې پېري.

د پام وړ ټکی دا دی، چې زده کړیالان د پایلیک له پېرلو او کاپي کولو وروسته هغه بشپړوي او په اړوند پوهنځي کې یې د مونوګرافونو جوري هیت کمېټې ته سپاري.

دغه ترتیب شوي پایلیکونه د پایلیکونو د کتنې کمېټې له خوا هیڅ ډول ستونزې سره نه مخ کېږي او د لوړ امتیاز په اخیستلو سره، د تحصیلي نظام له شرط خلاصېږي.

د ابن سنا پوهنتون استاد دوکتور امیري وايي، چې د پایلیکونو د جعل او تقلب په اړه کره معلومات نه شته، خو له پوهنتونونو نه د بې سوادو ځوانانو فارغېدل؛ د دې څرګندوی کوي، چې په هېواد کې د پایلیکونو بازار موجود دی.

امیري په دې باور دی، چې په هېواد کې موجود اداري فساد پر تحصیلي نظام هم اغېز کړی دی او دولت په تحصیلي بنسټونو کې فساد ته پاملرنه نه کوي.

حکمت الله حکمتي هغه څوک دی، چې پایلیک لیکل یې دنده ګرځېدلې ده. ده له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د شخصي او دولتی پوهنتونونو د زده کړیالانو د پایلیکونو غوښتنې یو اندازه دي.

حکمتي وايي، چې د لوړو زده کړو وزارت اړینه ګڼي چې زده کړیالان په خپله پایلیکونه ولیکي، خو کله یې هم په دې فکر نه دی کړی، چې ولې یو زده کړیال له څلور کلنې زده کړې وروسته په دې اړه کېږي، چې د پایلیک د لیکلو له پاره یو پایلیک لیکوونکي ته ورشي.

د پلازمېنې د پایلیک لیکوونکو له ډلې بل تن عادلزاده هم وايي، چې د پایلیک د اخیستلو په اړه د ډېرو زده کړیالانو پلمه دا وي، چې د لیکلو له پاره یې کافي وخت نه لري. خو واقعیت دا دی، چې دغو زده کړیالانو د پوهنتوني دورې پر وخت څه نه وي زده کړي او حتا د د دوو اکاډمیکو او علمي پرګرافونو د لیکلو پوهه هم نه لري.

ویل کېږي، چې د یو پایلیک منځنۍ نرخ له ۳۰۰ تر ۸۰۰ ډالرو پورې دی. د پایلیک لیکوونکو پر وینا، د یو پایلیک قیمت د هغه د اندازې، موضوع او نورو مفرداتو پورې اړه لري.

د پوهنتونو ځېنې استادان او زده کړیالان وايي، چې د لوړو زده کړو بې خونده نظام، بې لېوالتیا، د زده کړیالانو بې انګېزېوالی، په زده کړه ییزو ادارو کې پراخ فساد، هغه عمده دلیلونه دي، چې زده کړیالانو ته یې د پایلیک په برابرولو کې د جعل او تقلب زمینې برابرې کړې دي.

د شخصي پوهنتونونو یو شمېر استادان په دې باور دي، چې د ستونزې د حل له پاره، باید د پایلیک د موضوع او دفاع له پاره سخت ضوابط وضع شي. زده کړیالان هم په دې نظر دي، چې د هغو استادانو مخه دې ونیول شي، چې پرته د کوم زحمت نه، د پيسو په مقابل کې د زده کړیالانو پایلیکونو سره موافقه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام