د پروان ولایت د علماوو شورا رییس پهخپل دفتر کې د یو ځای پر ځای شوي ماین پهواسطه ووژل شو.
د پروان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې دا پېښه نن سهار شوېده.
د پروان امنیه قوماندان محمدزمان مموزي سلام وطندار ته وویل، چې د دې ولایت د علماوو شورا او د پروان د مرکزي دارالعلوم رییس مولوي عبدالرحیم حنفي پهخپل دفتر کې د توشک لاندې د ځای پر ځای شوي ماین له امله وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان شويدي.
د امنیې قوماندان پر وینا، تر اوسه د دې پېښې په تړاو د یو ساتونکي په ګډون ۴ تنه نور نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.