د ولسي جرګې ټاکنو له‌پاره د ۲۰ ورځني کمپاین معکوسه شمېره پیل شوه

د ټاکنو کمېسیون ویاند حفیظ‌الله هاشمي خبري غونډې ته وویل چې د نن شپې له ۱۲ بجو وروسته سکوت پیلېږي؛ په دغه پړاو کې هېڅوک د ولسي جرګې نوماندانو له‌پاره د تبلیغ حق نه‌لري.

ښاغلي هاشمي د ولسي جرګې له نوماندانو وغوښتل چې د سکوت په پړاو کې خپل انځورونه د رایې‌اچوونې مرکزونو له ۱۰۰ متري لېرې کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان له رسنیو غواړي چې د سکوت په پړاو کې د ولسي جرګې نوماندانو په اړه له مثبت او منفي تبلغه ډډه وکړي.

د شکایتونو کمېسیون ویاند علي‌رضا روحاني سلام وطندار ته وویل، که د سکوت په پړاو کې نوماندان سرغړونې وکړي؛ قانوني چلند ورسره کېږي.

د ټاکنو قانون ۷۶ مادې ۲ فقرې پر بنسټ، د نن شپې له ۱۲ بجو د ولسي جرګې نوماندانو کمپاینونه پای ته رسېږي او د سکوت پړاو پلېږي.

د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید وایي چې د سکوت پړاو د رایو ورکوونکیو له‌پاره د ارزونې او پرېکړې وخت دی چې په‌دې پړاو کې د نوماندانو شعارونو، ژمنو او ځواکمني په اړه فکر وکړي.

د ښاغلي رشید په وینا، که رایه‌ورکونکي له څېړنې او ارزونې پرته رایه ورکړي چې د استازولۍ وړتیا ونه‌لري، د ولسي جرګې او غوره شوي نوماند په ټولو ناسمو پرېکړو کې شریک ګڼل کېږي.

د ولسي جرګې ټاکنې د تلې پر ۲۸ مه  د «شبنې» ورځ ترسره کېږي، حکومت او د ټاکنو کمېسیون د امنیتي تدبیرونو او رڼو ټاکنو ترسره کولو چمتووالي په اړه وطنوالو ته ډاډ ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام