د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ بودیجه ۱۹۲میلیونه ډالر اټکل شوې

د افغانستان د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ بودیجه ۱۹۲میلیونه ډالره اټکل شوې‌ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي مولانا محمدعبدالله نن په یوې خبري غونډې کې وویل چې د نړۍ‌والو بنسټونو ترڅنګ د دې بودیجې لګښت د افغان حکومت پر غاړه دی.

ښاغلی عبدالله وايي، د ټاکنو د بودیجې دا تامینوونکي سره همکاران دي؛ خو په‌دې شرط چې د ټاکنو خپلواک کمېسون مشخصه طرحه ورکړي.

ټاکل شوې د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د راروانې تلې پر ۶مه نېټه وشي.

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې تېر کال وشول او شاوخوا ۱۲۰ میلیون ډالر لګښت یې لرلو چې یوازې ۱۱ میلیونه ډالر یې حکومت ورکړل.

د مالیې وزارت ویاند شمعرزوخان مسجدي دوې ورځې مخکې په‌دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي وو چې دې وزارت د راروانو ولسمشریزو ټاکنو له‌پاره په سږني مالي کال کې یو میلیارد افغانۍ بودیجه په پام کې نیولې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام