ولسمشر غني تېره اوونۍ د یوه فرمان له مخې، د ټاکنیزو کمېسیونونو رییسان او غړي له دندو ګوښه کړل. لویې څارنوالي هم له دې فرمان وروسته یاد کسان ممنوعالخروج اعلان کړل.
اوس د ولسمشر او لویې څارنوالي دې کار د ولسي جرګې ټاکنو ګټونکي او بایلونکي نوماندان اندېښمن کړي دي. دوی وايي، د ټاکنیزو کمېسیونونو پر غړیو د تورونو او فساد تر اثبات وروسته به د دوی برخلیک څنګه کېږي، ایا د ولسي جرګې ټاکنو پایلې به باطلې او د بیا ځلي ټاکنو کولو شاهدان به یو؟
حقوقپوهان وايي، که د ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولانو پر دوی د ټاکنیزو جرمونو له اثبات مخکې د ټاکنو پایلې اعلان کړې او ګټونکیو نوماندانو یې هم باورلیکونه وېشلي وي، د ټاکنو په پایلو کې هېڅ بدلون نه راځي، خو که پر هغوی ثابته شي چې د بډو اخیستلو په بدل کې یې د ځینو نوماندانو رایې ډېرې او د ځینو هم کمې کړي؛ نو ښايي د محکمې د پرېکړې له مخې، یادې رایې باطلې شي.
د افغانستان د حقوقپوهانو اتحادیې غړی او حقوقپوه عبدالوحید فرزهيي سلاموطندار ته وویل چې د ټاکنو یا د رایو باطلولو پرېکړه د ټاکنیزو کمېسیونونو واک دی او بله هېڅ اداره یې په اړه د پرېکړې حق نهلري.
د نوموړي په وینا، د ولسي جرګې تېرې ټاکنې له درغلیو، تخطیو او ټاکنیزو جرمونو ډکې وې چې څېړنه یې ستونزمنه ده.
په همدې حال کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید وايي، تر اوسه داسې جدي مسله نهشته چې د ټاکنو پر پایلو اغېز وکړي.
د ټاکنیزو کمېسونونو ټول غړي ګوښه شول
د ټاکنیزو شکایتونو څېړل ځنډېدلي
ولسمشر غني د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه توشیح کړه
د نوموړي په وینا، عدلي او قضايي ادارې یوازې د ټاکنیزو جرمونو او د دندې پر مهال د غفلت په اړه څېړنې کوي او یوازې په همدې اړه به پرېکړه کوي، نه د ټاکنو د پایلو په اړه.
موږ وغوښتل چې په دې اړه د لویې څارنوالي نظر هم واخلو، خو له پرلهپسې هڅو سره سره و نه توانېدو.
خو لویې څارنوالي تېره ورځ ویلي وو چې د ټاکنیزو کمېسیونونو پر رهبرۍ او غړیو یې د لګېدلیو تورونو د څېړلو لپاره یې کمېټې جوړې کړي چې په کار یې هم پیل کړی دی.