د هرات په ولایت کې د مرمرو ډبرو له څوارلسو کانونو يواځې دوه يې فعالیت کوي او د ۱۲ نورو کانونو کارونه په ټپه ولاړ دي.
د یاد ولايت د کانونو چارواکي يې عمده لامل بهرنيو هېوادونو ته د دوی د توليداتو نه صادرېدل په ګوته کوي.
د لویدیځې حوزې د کانونو د اتحاديې رییس عطاالله پوپل سلام وطندار ته وویل له هغه وخته چې ولسمشر د مرمرو ډبرو صادرات بند کړي، د هرات ولایت د مرمرو ډبرو د اېستلو کار له زوال سره مخ شوی او همدرانګه زیات کارکونکي له دې کار څخه لاس په سر شوي دي.
پوپل خبرداری ورکوي که چېرې حالت همدا شان دوام و کړي؛ نو په هرات ولایت کې به ټول کانونه وتړل شي.
د هرات ولایت د چشت ولسوالۍ د کانونو مسول حبیب الله هوتک وايي، د پاتې دوو کانونو له ډلې د یوه کان تولیدات نږدې ده چې په ټپه ودریږي.
حمیدالله حبیبي د هرات ولایت د کانونو د برخې یو بل مسول له افغان حکومت څخه غواړي، چې له دوی سره مرسته وکړي او د کانونو د تولیداتو د سقوط مخه ونیسي.
د هرات د کانونو او پطرولیم ادارې رییس عبدالجلیل الیاس په دې اړه سلام وطندارته وویل، دوی په ياد ولایت کې د کانونو د اتحاديې سره خبرې کړي او هڅه کوي، چې د دوی ستونزې ژر حل شي.
افغان ولسمشر غني د هرات ولایت د مرمرو ډبرو د صادراتو په باب شویو شکایتونو د څېړلو لپاره د تېر کال د مرغومي په میاشت کې یاد ولایت ته سفر وکړ او هلته يې له هېواده بهر د قيمتي ډبرو پر صاداراتو بنديز ولګاوه.