په مشرانو جرګې کې د ټاکنو په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان په اړه وروسته له هغې د نظر اختلاف او ناندرۍ راپورته شوې، چې دغه فرمان له اجنډا څخه غورځول شوی و.
ځېنو وکیلانو نن (یکشنبې) د مشرانو جرګې د رییسانو په کمېټې نیوکې وکړې، چې د ټاکنو په قانون کې د تعدیلاتو د راوستلو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان ته په عمومي اجنډا کې ځای ورکړي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د رییسانو د کمېټې پرېکړه قانوني ګڼي او وايي، چې مشرانو جرګه د اساسي قانون د ۱۰۹ مادې پر بنسټ حق نه لري، چې د کاري دورې په وروستیو کې برخه کې قوانین په اجنډا کې ونیسي.
د اساسي قانون ۱۰۹ ماده حکم کوي، چې د ټاکنو د قانون تعدیل د تقنیني دورې په وروستي کال کې د ملي شورا په اجندا کې نه شي نیول کیدای.
د ده پر وینا، که چېرې کوم سناتور دلایل لري، چې د جرګې په وروستۍ کاري موده کې دغه فرمان په اجنډا کې ونیول شي؛ نو د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې دې وړاندې کړي.
مسلمیار وايي، که د رییسانو په کمېټه کې دا پرېکړه وهم شي، چې دا فرمان دې په اجنډا کې شامل شي؛ نو دی به د هغې ورځې په غونډه کې ګډون ونه کړي.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې ځېنې غړي ټینګار کوي، چې د ولسمشر فرمان ته دې د غونډې په اجنډا کې برخه ورکړل شي.
سناتور محمد حنیف حنیفي وویل، چې راتلونکو ورځو کې دې د ټاکنو د تعدیلاتو په اړه د ولسمشر له خوا صادر شوي فرمان ته دې په اجنډا کې ځای ورکړل شي، چې د وکیلانو له خوا پرې نظرونه ورکړل شي.
د ټاکنو په قانون کې د ځېنو تعدیلاتو د راوستلو په اړه د ولسمشر دغه تقنیني فرمان، تېره اونۍ د ولسي جرګې له خوا د رایو په اکثریت سره رد شوی و.
د یادولو ده، چې د ملي شورا د ۱۵ دورې په وروستۍ کاري موده کې هم د ټاکنو په اړه د پخواني ولسمشر له خوا یو تقنیني فرمان صادر شوی، چې ولسي جرګې رد کړی و، خو مشرانو جرګې دا کار غیرقانوني بللی و، چې بیا د هماغه تفنیني فرمان په اساس ټاکنې وشوې.