د کابل په وزیر محمد اکبرخان جومات کې تېر ماښام چاودېدونکيو توکو ته چاودنه ورکړل شوه چې له کبله یې د جومات ملا امام محمد ایاز نیازی او یو بل لمونځ کوونکی په کې ووژل شو او دوه نور ټپیان شول چې دغه چاودنه په پراخه کچه وغندل شوه.
ارګ یوه اعلامیه کې دا یوه تروریستي کړنه بللې او ویلي يې دي، پر جومات، روغتون، ملکي وګړيو او عامه تاسیساتو بریدونه «د بشر ضد جنایتونه» دي.
د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم یوه اعلامیه کې دا یوه ناځوانمردانه برید او هغه یې د اسلام دین، مذهبي ټولنې او ټولو افغانانو سره ښکاره دښمني بللې ده.
د ارګ لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې طالبان د وزیر محمد اکبرخان د جومات د ملا امام د وژنې مسوول دي.
ناټو هم پر لمونځ کوونکيو برید د نه منلو وړ بولي او ټینګار کوي چې د سولې او امنیت تر ټینښګت پورې افغانستان کې پاتې کېږي.
د افغانستان د مطالعاتو پراختیا مرکز مشر سید نورالله مراد د دغه برید په غندلو سره وايي، حکومت باید د دغه ډول پېښو لاملان د خپلو کړنو په سزا ورسوي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال مروه امیني وايي، دیني عالم او د وزیر محمد اکبرخان جومات ملا امام محمد ایاز نیازی او یو بل لمونځ کوونکی تېر ماښام دغه جومات کې د افغانانو د دښمنانو له لوري د ځای پر ځای شويو چاودېدونکيو توکيو چاودنه کې ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت مسوولان د وزیر محمد اکبرخان جومات کې چاودنه د علماوو او مقدسو ځایونو پر وړاندې د ترهګرو د جنایت دوام او نه بښونکی عمل بولي.