یوې مدني او حقوقي ټولنې د " عدالت" تر نامه لاندې د يو راپور په خپراوي سره وايي، چې د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې ۱۳۰ زره خيالي سربازان حضور لري.
د یادې ټولنې مسوولين وايي، چې دغه سربازان د جنګ په جبهو او پوستو کې فزيکي شتون نه لري، خو خپل میاشتني حقوق تر لاسه کوي.
د " په افغانستان کې د عدالت او مدني حقوقي بنسټ" مسوولين زياتوي، د دوی څيړنې ښي، چې همدا اوس ۲۲۲ زره سربازان عملاً د افغانستان په امنيتي ليکو کې حضور لري.
دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي چارواکو په وار وار دا ویلي، چې د افغان امنيتي ځواکونو شمېر له ۳۵۰ زرو اوړي.
د دغه بنسټ د مسوولينو په وينا، د دوی څيړنې په ډاګه کوي، چې د دغو خيالي سربازانو ۸۰ سلنه د پولیسو په ليکو کې، ۲۰ په ملي اردو، ملي امنیت او نورو بنسټونو کې شتون لري.
په افغانستان کې د عدالت او مدني حقوقي بنسټ مسوول شمس الدین شمس د دغو څيړنو اسناد يې نن پنجشنبه(اکټوبر۲۲ مه) په هرات کې خبریالانو ته وړاندې کړ.
هغه زیاتوي، چې دوی د افغانستان په ۲۸ ولايتونو کې د معاشونو د جدولونو له ليدو، د امنيتي بنسټونو او پوستو له لېدو او ځينو مرکو څخه وروسته دې نتيجې ته رسېدلي.
د شمس په وينا، دغه بنسټ په ياد راپور دوه کاله کار کړی او خیالي سربازانو اسناد يې وروسته له ۶ میاشتو تحقیق څخه په ۱۳ ولايتونو کې حضوري او په ۱۵ نورو کې يې په غېر حضوري ډول تر لاسه کړي دي.
راپورونه وايي، چې یاد تحقیق د ۱۲ ښځينه او نارینه کارپوهانو له لوري ترسره شوی.
که څه هم د یاد بنسټ مسوولان د دغه خيالي سربازانو ځايونه نه مشخصوي، خو وايي چې دا سربازان د افغانستان په ټولو حوزو کې شتون لري.
د یاد راپور پر اساس د خیالي سربازانو زیاته برخه د افغانستان په مرکزي حوزه کې شتون لري.
هغه دا هم وايي، چې د افغانستان په ولایتونو کې د دغو خيالي سربازانو د شمېرې په اړه به په راتلونکي کې معلومات وړاندې کړي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو نظریات هم له ځانه سره ولرو، خو بريالي نه شو.





