د هلمند په لرو پرتو سیمو کې۵۰ سلنه تاریخي سیمې له منځه تللي

هلمند یو له هغو ولایتونونه دی، چې لسګونه تاریخي کلاوې لري. دغه کلا ګانې د علاوالدین جهان سوز پرمهال سوځول شوي، چې یو له هغو څخه د بُست تاریخي کلا ده.

د هلمند ولایت د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، چې لرغونې تاریخي سیمې او ودانۍ په زیاترو ځینو ځایونو کې له منځه تللي او یا په بشپړ ډول ویجاړې شوي دي.

د خانشین ولسوالۍ دوو اوسېدونکو حاجي محمد نبي او عبدالولي په دې اړه سلام وطندار ته وویل، چې د دوی په سیمو کې پخوانۍ لرغونې کلاوې او سیمې د جګړو، خلکو او وسله والو له خوا ویجاړې شوي دي.

دوی وايي، نه یوازې په خانشین، بلکې د دې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم تاریخي سیمې له منځه تللي او د یو شمېر لرغونو تاریخي کلاګانو ځمکې غصب او په کرنیزو ځمکو بدلې شوي دي.

د خانشین ولسوالۍ دغو دوو اوسېدونکو وویل، د اطلاعاتو اوکلتور ریاست تاریخي سیمې له پامه غورځولي او زیاته یې کړه، د بُست کلا یې یوه ښه بېلګه ده، چې خلک یې د کرنیزې ځمکې په ډول استفاده کوي.

بل لوري ته مدني فعالان وایي، چې د هلمند ادارې په تېرو ۱۵ کلونو کې د تاریخي اثارو، سیمو او کلاوو د ساتلو له‌پاره هېڅ نه دي کړي.

مدني فعال حافظ احمد نصرت وویل، حکومت باید د هلمند ولایت د تاریخي کلاوو او سیمو د ساتلو له‌پاره جدي اقدام وکړي.

هغه وایي، تاریخي کلاوې، سیمې او تاریخي اثار د یو هېواد تاریخ ژوندی ساتي.

نصرت زیاته کړه، د تاریخي اثارو د خوندیتوب له‌پاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید لاس په کار شي او د دوی مسول دی تاریخي سیمې وساتي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، چې یو شمېر تاریخي ځایونه ویجاړ شوي، خو ځينې نور يي بیا له پخوا ویجاړ او له منځه تللې وو.

د اطلاعاتو او کلتور ریس فرید احمد فرهنګ سلام وطنداره ته وویل، هغه سیمې چې د دولت تر کنټرول لاندې دي له۸۰ تر ۸۵ سلنو پورې ژغورل شوي دي؛ خو د دوی د راپورونو پربنسټ هغه سیمې چې د دولت تر کنټرول لاندې نه دي۵۰ سلنه تاریخي سیمې له منځه تللې او یا هم د له منځه تلو ګواښ سره مخ دي.

فرید احمد فرهنګ وايي، یوازې له تېرو څو کلونو راهیسې د شهزاده حسین مقبره د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې؛ خو نورې اړوندې ادارې، چې د لرغونو تاریخي سیمو د ساتنې او رغولو چارې په غاړه لري، تر دې دمه هېڅ کار نه دی کړی. 

فرهنګ زیاتوي، د بُست تاریخي کلا په لومړیو برخو کې يې حفاظتي پروژې پیل کړي دي.

د اطلاعاتو او کلتور ریس فرید احمد فرهنګ وویل، د بُست کلا، د بُست کلاشیشک او د علامه ابن حبان بوستي د تاریخي زیارت د بیا رغولو له‌پاره  یې هڅې پیل کړي او ښایي را تلونکي ۱۳۹۷ لمریز کال کې يې د بیارغونې چارې پیل شي.

هغه وایي، ځینو سیمو کې د جګړو پرمهال تاریخي ځایونه وران شوي او زیاتوي، د خانشین تاریخي کلا وسله والو طالبانو ورانه کړي ده.

هلمند کې د تاریخي کلاوو د ویجاړیېدو اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي، چې د دغه ولایت اوسېدونکي له جګړې او وسله والو شکایت لري. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام