د هلمند اداري واحدونو کې «د پرانيستو خدمتونو بهیر» پیل شو

په هلمند کې «د پرانیستو خدمتونو بهیر» د اوس له‌پاره ۴ سلاکاران لري چې ۲ په مرکز لښکرګاه او ۲ په ګریشک ولسوالۍ کې دندې ترسره کوي.

د پرانیستو خدمتونو له‌مخې خلک سلاکاران ته خپلې ستونزې وایي او سلاکاران دوی ته لارښوونه کوي چې په دولتي ادارو کې یې کارونه ژر خلاص شي.

 چارواکي وایي، پرانیستي خدمتونه د فساد مخه نیسي او د خلکو ستونزې لېرې کوي.

د پرانیستو  خدمتونو په اړه د هلمند والي حيات‌الله حيات ویلي چې دغه ډول خدمتونه به د خلکو کارونه اسانه کړي. ده همداراز زیاته کړه چې د خپلو خدمتونو د لاپیاوړ‌ي‌کولو، د ولسونو د ستونزو د حل له خلکو سره د نږدې‌کېدو په موخه يې دا خدمتونه پیل کړي‌دي.

د هلمند والي د پرانیستو خدمتونو بهیر په اړه دا هم وويل چې له‌دې لارې به ادارې د خلکو ستونزې ډېر ژر لېرې او غوښتنو ته به یې چټکه رسېدنه وشي.

د هلمند ولايتي شورا ريیس عطاءالله افغان د پرانیستو خدمتونو فعالیدو هرکلی کوي او زیاتوي، شوني ده چې له‌دې لارې د هلمندیانو په دولتي کارونو کې د خلاصون په پار اسانتیا راشي.

هلمند کې د پرانیستو خدمتونو بهیر داسي مهال پرانیستلکېږي چي له تېرو څوو کلونو راهیسې زیات هلمندیان له دولتي خدمتونو ناراضه دي. دوی د دې بهیر پایلو ته خوشبینه دي؛ خو بیا هم وايي، ګوري چې د وخت په تېرېدو سره د دې بهیر کارونه څنګه پر مخ ځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام